کندهار کې هوایي بریدونه ندي شوي او خپاره شوي انځورونه بې تړاوه دي!

False National

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د روانې سپټمبر میاشتې په بېلا بېلو تاریخونو کې د چاودنو یو شمېر پخواني او بې تړاوه انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړي دي، چې ګواکې په کندهار کې هوایي بریدونه شوي دي، په داسې حال کې، چې په کندهار کې د دې میاشتې (سپټمبر) په مهال تر نه هم تر اوسه هوایي بریدونه شوي او نه هم خپاره شوي انځورونه په کندهار پورې تړاو لري. فکټ کریسنډو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري یادو خپاره شویو انځورونو او ادعا ته کتنه کړې، چې بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له دې انځورونو سره د خبر په ډول لیکلي: «تازه خبر : همداوس په کندهار ولايت مقام باندې ډرون برید_وشو چې پکې مشر…».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا دروغ ده. خپاره شوي انځورونه د پخوانیو پېښو دي او همدا راز په کندهار ولایت کې په دا وروستیو کې د هوایي برید په اړه کوم راپور یا خبر ندی ورکړل شوی.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دورغ ده او انځورونه بې تړاو دي؟

موږ د ټولنیزو رسنیو له لوري دغه وروستي خپاره شوي انځورونه په ګوګل ایمیج و پلټل او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم په ګوګل کې سرچ کې کړل، تر څو وګورو چې ایا په کندهار کې کوم هوایي برید یا پېښه رامنځته شوې او که نده شوې.

په دې توګه موږ لاندې شواهد ترلاسه کړل، چې ښیي، خپاره شوي انځورونه پخوني او بې تړاوه دي‌ او همدا راز رسنیو کې د کندهار ولایت هوایي بریدونو په اړه داسې کوم خبر نشته چې د ټولنیزو رسنیو ادعا سمه وي.

تاسو باید لومړی وګورئ چې د ټولنیزو رسنیو څو انځورونه سره یوځای کړي او ورسره یې یاده ادعا کړې ده. دا ګډ انځور چې دوی خپور کړی پلاندې ډول دی:

پورته انځورونه موږ په ترتیب سره په لاندې توګه موندلي دي، چې پر کندهار د هوایي برید سره نه یوازې چې بې تړاوه دي، بلکې ډېر پخواني هم دي. 

لومړی انځور:

د ډرون الوتکې هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له یادې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې کندهار کې هوایي برید شوی، اوسنی ندی. موږ دا انځور په بېلا بېلو ویبسایټونو کې په بېلا بېلو تاریخو سره وموندلو. دا په دې مانا چې د ډرون الوتکې دغه انځور د یو ارشیف فایل په توګه په مختلفو خبرونو کې کاروول شوی. 

د مثال په توګه Kabul Now ویبسایټ همدا انځور ان په ۲۰۱۹ کې کارولی او ورسره یې لیکلي: په میدان وردګو ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دویم انځور:

دویم انځور کې یوه چاودنه ښکاري، خو دغه انځور هم په کندهار پورې تړاو نلري. دا انځور هم ۲۰۱۹ کې د رسنیو له لوري په کابل کې د چاونې د پېښې په تړاو خپور شوی دی.

ارشیف

درېیم انځور:

درېیم انځور هم د یو چاونې صحنه ده، چې یک تلویزیون په خپله رسمي ایکس پاڼه ۲۰۱۵ کال کې خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي: انفجار نیرومند بوده و گفته می شود که مهاجم انتحاری دو موتر زرهی حامل مقام های دولتی را هدف قرار داده است. 

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا دروغ ده. خپاره شوي انځورونه د پخوانیو پېښو دي او همدا راز په کندهار ولایت کې په دا وروستیو کې د هوایي برید په اړه کوم راپور یا خبر ندی ورکړل شوی.

Avatar

کندهار کې هوایي بریدونه ندي شوي او خپاره شوي انځورونه بې تړاوه دي! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *