د ټولنیزو رسنیو اکثریت کاروونکي، د حساسو پېښو او موضوعاتو په اړه ډېر کله غیر حقیقي،ت دروغ او بې تړاوه کانټیټ (انځورونه، ویډیو) خپروي، چې دغه غلط، نیمګړي او بې تړاوه مالومات بیا لوستونکي او نور مخاطبان ناسم لوري ته رهبري کوي او د هغوی پر فکر اغېز کولی شي.

د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۵مې نېتې وروسته د ايران کلګان سيمه کې د ایراني ځواکونو لخوا د ۲۶۰ تر ۳۰۰ افغان کډوالو د وژلو راپورونو ورکړل شول. خو د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکي بیا له دې خبر سره یو انځور خپور کړی کړی، چې اصلاً دغه انځور د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې سره کوم تړاو نلري، بلکې یاد انځور په پاکستان بلوچستان سیمه کې د ۱۰م اکتوبر د پېښې دی. په ۱۰م اکتوبر د بلوچستان په جنوب لویدیځ سیمه کې د ډبرو د یو کان پر مزدورانو وسلوالو برید وکړ، چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د بلوچستان د یادې پېښې یو انځور د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو بیا په خپلو پوسټونو کې د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې له پېښې خپور کړی‌.



په هر صورت زموږ موندنې ښیي، چې د ایراني ځواکونو لخوا په ډله ییزه توګه د ۲۶۰ څخه تر ۳۰۰ د افغان کډوالو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي، خو هغه انځور، چې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو لخوا د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې له ادعاوو سره خپور کړی، اصلاً د پاکستان بلوچستان سیمه کې د ۱۰م اکتوبر د پېښې دی، چېرته چې د ډبرو د سکرو پر یو کان د وسلوالو برید کې تر شلو ډېر کسان وژل شوي وه.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی په ایران کې د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې په اړه وروستي راپورونه ولوستل، تر څو وروستي ارقام او مالومات ترلاسه کړو، بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. همدا راز موږ د هغې سپین رخت لیکنې ته هم پام وکړ، چې په انځور کې ښکاري په مړو خپره شوې ده. هلته په دغه سپینه ټوټه یا رخت د (Edhi) یا ایدهی انګلیسي او اردو نوم لیکل شوی، کوم چې د امبولانسونو یو خیریه بنسټ دی او په پاکستان کې یې خدمات زیات دي. نو موږ وموندله، چې د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې راپورونه ورکړل شوي، خو خپور شوی انځور اصلاً د پاکستان بلوچستان سیمه کې د ۱۰م اکتوبر د پېښې دی.

د Excelsior News خبري چینل د بلوچستان د پېښې د وژل شویو کسانو لنډه ویډیو خپره کړې، چې هلته همدا انځور هم پکې د تمبنل په توګه کاروول شوی دی، کوم چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا د افغان کډوالو د وژنې له ادعا سره خپور شوی.

Excelsior News // Archive

بلوچستان کې د بشري حقونو مشهورې مدافع او ټولنیزې فعالې ماهرنګ بلوچ هم پر خپله ایکس پاڼه د بلوچستان د ۱۰م اکتوبر د پېښې وژل شویو مزدور کارانو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: «د شنبې په شپه د ۲۰ غریبو مزدور کارانو وحشیانه وژنه په بلوچستان کې د قانون نشتون یوه بله یادوونه ده...»

ماهرنګ بلوچ ایکس پوسټ // Archive

د اردو ژبې یو خبري ویبسایت هم دا انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي « د بلوچستان په ډاکي ولسوالۍ ډبرو سکرو په کان د نامعلومو کسانو برید کې ۲۰ کارکوونکي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي».


د Super HD News په نوم یو خبري چینل د یادې پېښې لنډ ویډیوي راپور خپور کړی، چې هغه صحنه هم پکې ښکاري، چې په وژل شویو کسانو د ایدهی امبولانس رخت غوړېدلی او په یو قطار وژل شوي کسان کېښودل شوي دي.

Archive

د ایراني ځواکونو لخوان د افغان کډوالو ډله ییزې وژنې په هکله د طلوع نیوز (مجاهد: اسلامي امارت د کډوالو د وژل کېدو د پېښې څېړنه کوي) او د وي او ای (د ايران په پوله د زيات شمېر افغانانو د وژنې راپورونه؛ د سيمې او نړۍ په کچه غبرګونونه په پراخېدو دي) راپورونه درسره هم ولولئ.

پایله:

د ایراني ځواکونو لخوا په ډله ییزه توګه د ۲۶۰ څخه تر ۳۰۰ د افغان کډوالو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي، خو هغه انځور، چې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو لخوا د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې له ادعاوو سره خپور کړی، اصلاً د پاکستان بلوچستان سیمه کې د ۱۰م اکتوبر د پېښې دی، چېرته چې د ډبرو د سکرو پر یو کان د وسلوالو برید کې تر شلو ډېر کسان وژل شوي وه.


Claim Review :   انځور د ایراني ځواکونو لخوا په ډله ییزه توګه د وژل شویو افغان کډوالو دی.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  FALSE