پر غزې د برید یو انځور پاکستان کې د پوځ پر کمپ د برید له ادعا سره خپور شوی دی.

False International

په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور، چې اصلاً د اسرایلو له لوري پر غزې د برید سره تړاو لري، له دې ادعا سره خپور شوی، چې ګني دا انځور په پاکستان کې د پوځ پر کمپ د برید پر مهال اخیستل شوی.

دا چې رېښتیا څه دي، راځي د فکټ کریسنډو دغه کتنه درسره ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو فیسبوک پوسټ د نمونې په توګه وګورئ، چې دوی داسې ادعا کړې:  «ګاونډ کې د پنچابی پوځ پر یو کمپ برید شوی»

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه انځور پاکستان کې د پوځ پر کمپ د برید پورې تړاو نلري، بلکې پر غزې د اسراییلو د یو پراخ هوایي برید انځور دی.

موږ ولې وایو، چې دا انځور پر غزې د اسراییلو د یو هوایي برید د مهال دی؟

موږ د شوې ادعا سره پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې ګڼ شمېر شواهد په لاس راغلل. هلته مالومه شوه، چې یاد انځور په پاکستان کې پر کوم پوځي کمپ د برید ندی، بلکې د اسراییلو او حماس د جګړې د مهال دی.

د telegraph.co.uk ویبسایټ همدا انځور د ۲۰۲۵ کال مارچ په اتلسمه د «Why Israel has ended the ceasefire in Gaza» تر سرخط لاندې راپور سره خپور کړی او د انځور په کپشن کې یې لیکلي، په غزه باندې د اسراییلو د ‘پراخ’ هوايي برید ادعا شوې پایله.

ارشیف

د ټایم لاین ډیلي، ورځپانې هم دغه انځور د ۲۰۲۵ کال مارچ په اتلسمه خپور کړی او ورسره یې لیکلي، د اوربند راهیسې د اسراییلو تر ټولو لوی برید کې په غزه کې له ۴۰۰ څخه ډیر فلسطینیان ووژل شول.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه انځور پاکستان کې د پوځ پر کمپ د برید پورې تړاو نلري، بلکې پر غزې د اسراییلو د یو پراخ هوایي برید انځور دی.

Avatar

پر غزې د برید یو انځور پاکستان کې د پوځ پر کمپ د برید له ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *