ایا ښکر لرونکی زهري صحرایي مار (Cerastes cerastes)  رېښتیا په افغانستان کې شته؟

False International

په ټولنییزو رسنیو کې د فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د ښکر لرونکي زهري صحرایي مار ، چې د (Cerastes cerastes) په نوم هم یادیږي، انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني دغه ډول مار یوازې په ایران او افغانستان کې پیدا کیږي.

خو دا چې ایا رېښتیا هم دغه مار په افغانستان کې شته او کنه، راځئ د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د ښکر لرونکي زهري مار (Cerastes cerastes) له انځور سره لیکلي: ((دا ډول ماران چې یوازې په افغانستان او ایران کې موندل کېږي…))

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

ښکر لرونکی زهري مار (Cerastes cerastes) تر اوسه په افغانستان کې ندي موندل شوي، بلکې په په نورو هېوادونو لکه مراکش، موریتانیا، مالي، الجزایر، تونس، نایجر، لیبیا، چاد، مصر، سوډان، ایتوپیا، سومالیا، اسراییل، یمن، کویت، سعودي عربستان او قطر کې موندل شوي دي.

موږ ولې وایو، چې (Cerastes cerastes) مار په افغانستان کې نشته؟

موږ لومړی د خپور شوي انځور په اړه دقیقه لټه وکړه، چې مالومه شوه دغه مار اصلاً د (Cerastes cerastes) په نوم یادیږي. بیا موږ د دې ځانګړي مار په اړه څېړنه وکړه او باالاخره مالومه شوه، چې دغه مار تر اوسه په افغانستان کې په رسمي ډول ندی موندل او نه یې تر اوسه په اړه کوم باوري سایټ یا ادارې د شتون په اړه داسې څه ویلي وي، چې دغه مار دې په افغانستان کې موندل شوی وي.

د ANIMALIA ویبسایټ د سهارن هارن وایپر (Cerastes cerastes) ځانګړي مار په اړه یو تفصیلي مقاله خپره کړې، چې تاسې کولی شئ هلته د دې مار په اړه بېلا بېل مالومات لکه، دغه مار څه خصوصیات لري، څه ډول ژوند کوي او چیرته پیدا کیږي.

ارشیف

د reptiles.fandom.com هم د (Cerastes cerastes) ځانګړي مار په اړه مقاله خپره کړې چې هلته هم موږ ونه لېدل چې د افغانستان نوم دې ذکر شوی وي.

ارشیف

همدا څېر thesnakeguide.com ویبپاڼې د (ماران په افغانستان) کې تر عنوان لاندې یو تفصیلي لیست خپور کړی، چې پکې د زهري او غیر زهري مارانو یادوونه شوې، خو موږ په دې لیست کې د (Cerastes cerastes) مار نوم ونه موند.

ارشیف

د ph.health په نوم د صحت اړوند یو ایجنسي هم د (افغانستان او پاکستان کې زهري ماران) تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې، چې موږ هلته هم د (Cerastes cerastes) په نوم ځانګړی مار پیدا نکړ. دا په دې مانا چې افغانستان کې تر اوسه دغه مار ندی موندل شوی.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې ښکر لرونکی زهري مار (Cerastes cerastes) تر اوسه په افغانستان کې ندي موندل شوي او نه یې هم تر اوسه په اړه کومې باوري سرچېنې یا ادارې یادوونه کړې، چې ګني په افغانستان کې دې دغه مار شته وي. 

Avatar

ایا ښکر لرونکی زهري صحرایي مار (Cerastes cerastes) رېښتیا په افغانستان کې شته؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *