
د ۲۰۲۶ کال جنوري میاشتې بېلا بېلو نېټو باندې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د یوې لوړې ودانۍ بېلا بېل انځورونه له دې اعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دا په کابل کې د ۱۰۸ منزله جوړېدونکې ودانۍ انځور دی. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې تر دا مهال هیڅ رسمي سرچېنې یا معتبره ملي رسنۍ دا ډول خبر ندی خپور کړی او نه هم د کابل ښاروالۍ په دې اړه څه ویلي دي. هغه انځورونه چې له یادې ادعا سره خپاره شوي دي، ټول د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي دي.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «کابل کې د لومړي ځل ۱۰۸ پوړیزه وداني جوړیږي».
بلند ترین بلند منزل در افغانستان با ۱۰۸ منزل

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري. تر دا مهال هیڅ رسمي سرچېنې یا معتبره ملي رسنۍ په کابل کې د ۱۰۸ پوړیزې ودانۍ جوړېدو په اړه خبر ندی خپور کړی او نه هم د کابل ښاروالۍ په دې اړه څه ویلي دي. همدا څېر هغه انځورونه چې د یادې ادعا سره خپاره شوي، په ai جوړ شوي دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري په اړوند ویبسایټونو او سرچ انجنو کې وپلټل، چې هیڅ داسې کوم شواهد مو ترلاسه نکړل، چې د ذکر شوې ادعا ملاتړ وکړي. د دې تر څنګ موږ خپاره شوي انځورونه په دقت سره وکتل. موږ ولېدل، چې د همدې یوې ودانۍ له ادعا سره په ai جوړ شوي بېلا بېل انځورونه خپاره شوي دي.
د کابل ښاروالۍ په رسمي ویبسایټ کې موږ کلیدي توري لکه، ۱۰۸ پوړیزه وداني، بلند منزل او نور اړوند ټکي وپلټل، خو هلته په ویبسایټ کې هیڅ داسې خبر ونه موندل شو. د دې تر څنګ موږ د کابل د ښاروالۍ ایکس پاڼه هم سکرول کړه، چې په کابل کې د ۱۰۸ پوړیزې ودانۍ جوړېدو اړوند کوم څه مو پیدا نکړل.

همدا راز موږ د شوې ادعا اړوند څو پوسټونه په دقت سره وکتل او ځیني داسې نقات مو پیدا کړل، چې ښیي د یادې ودانۍ د نقشې اړوند خپاره شوي انځورونه حقیقت نلري او په ai جوړ شوي دي. په لاندې انځور کې تاسې د څو تنو فیسبوک کاروونکو پوسټونه کتلی شئ. دوی هر یو له دغې ادعا سره د ذکر شوې ودانۍ مختلف انځورونه خپاره کړي دي. دا په دې مانا چې تر اوسه هیڅ داسې رسمي نقشه یا شکل د دې ودانۍ په اړه نده خپره شوې.

تاسې کولی شئ پورته انځور کې د لومړۍ، دویمې او درېیمې شمېرې انځورونه سره مقایسه کړئ، چې ټول یې له یو بل سره توپیر لري.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري. تر دا مهال هیڅ رسمي سرچېنې یا معتبره ملي رسنۍ په کابل کې د ۱۰۸ پوړیزې ودانۍ جوړېدو په اړه خبر ندی خپور کړی او نه هم د کابل ښاروالۍ په دې اړه څه ویلي دي. همدا څېر هغه انځورونه چې د یادې ادعا سره خپاره شوي، په ai جوړ شوي دي.
ایا په کابل کې د ۱۰۸ منزله ودانۍ جوړېدو خبر حقیقت لري؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

