د هند او طالبانو د اړیکو نوی فصل: زما د دښمن دښمن زما ملګری دی!

Insight International

د جنوري په ۸مه چهارشنبه د طالبانو (اسلامي امارت) د بهرنیو چارو سرپرسټ وزیر امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو سیکرټري وکرم میشري سره په متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار لېدنه وکړه.

که د رسنیو راپورونو او د سیاسي چارو کارپوهانو نظرونو ته سر ورښکاره کړو، نو داسې ښکاري، چې هند له تېر یو کال راهیسي د طالبانو (اسلامي امارت) تر واکنۍ لاندې افغانستان سره خپلو سیاسي اړیکو ته وده ورکړي. په دې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او د هند د بهرنیو چارو سیکرټري وروستۍ لېدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره په لوړه کچه یو ګام دی. 

بل لور په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ترخې شوې دي، هغه څه چې طمع یې نه کېده، په داسې حال کې چې هند او پاکستان بیا په سیاسي ډګر کې یو بل سره سیالې پالي.

هند ولې دغه میدان ته را ودانګل او ولې طالبانو د هند طرف ته پام زیات کړو؟ د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو نوي فصل به پر پاکستان کومې اغېزې وکړي؟ … دا او نورې مهمې پوښتنې  د فکټ کریسنډو په دغه ایکسپلینر کې ځواب شوي دي، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو!

که یوازې څو اونۍ وروستنیو ورځو ته کتنه وکړو، نو د ۲۰۲۴ کال دیسمبر میاشتې ۲۴مه نېټه وه، چې د پاکستان جنګي جیټ الوتکو د افغانستان په پکتیا ولایت برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل، چې د رسمي شمېرو له مخې په دغه بریدونو کې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول. د طالبانو د فاع وزارت یاد بریدونه په سختو ټکو وغندل او د غچ اخیستو ټکي ته یې اشاره وکړه. عجیبه دا وه، چې هند د پاکستان دغه بریدونه دوه اونۍ وروسته وغندل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د ۲۰۲۵ جنوري په ۶مه یوه بیان کې وویل، هند پر بې ګناه ملکيانو هر ډول برید په کلکه غندي او زیاته کړې یې ده، چې دا د پاکستان پخوانۍ پالیسي ده، د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیانو وراچوي.

د هند له خوا په افغانستان د پاکستان د بریدونو سخته غندنه د اړیکو د پراخوالي او خواخوږۍ یو لوی پیغام او سیګنل ګڼل کیدای شي. 

له یاد پیغام او سیګنل وروسته د هند او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د ودې په درشل کې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار کې د جنوري په ۸مه چهارشنبه د طالبانو (اسلامي امارت) د بهرنیو چارو سرپرسټ وزیر امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو سیکرټري وکرم میشري لېدنه وه. 

د هند د بهرنیو چارو وزارت له خپل خارجه سیکرټري سره د متقي تر لیدو وروسته په خپل بیان کې ویلي، میشري هغه امیر خان متقي ته وویل، چې نوی ډیلی د افغانانو د بیړنیو پرمختیایي اړتیاوو پوره کولو ته تیار دی. 

په بیان کې زیات شوي، د ودې او پرمختګ فعالیتونو لپاره اوسنيو اړتیاوو ته په کتو دا پرېکړه وشوه چې هند به په نږدې راتلونکي کې د بشري مرستو له روان پروګرام پرته په افغانستان کې په پرمختیایي فکر وکړي.

ولې هند او طالبانو د سیاسي اړیکو میدان ته را ودانګل؟

په دوبۍ کې د دواړو لوریو ترمنځ له لېدنې وروسته طالبانو هند د مهم سیمه ییز او اقتصادي جهت په توګه یاد کړی دی. دا له ۲۰۲۱ کال راوروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ تر ټولو په لوړه کچې خبرې اترې ګڼل شوي دي. 

د ساسي چارو پوهانو او شنونکو د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو برخه کې وروستۍ هڅې ستراتیژیکې یادې کړي او دا یې د یوه بل ملي ګټو پر بنیاد نومولي دي خو که د دې ترڅنګ موږ د طالبانو، پاکستان او هند درې بعده اړیکو ته پام وکړو، نو د درې واړو ترمنځ اړیکې په لاندې ډول ویشل کیدای شي:

  • هند له پاکستان سره سیاسي دښمني لري.
  • پاکستان له ډېر پخوان په دې تورن دی، چې د افغانستان په ورانولو کې لاس لري.
  • د هند او افغانستان د تېر حکومت سیاسي اړیکې دوستانه وې. 

نو که د اړیکو دې دایرې ته پام وکړو او د سیکالوژۍ تر چتر لاندې د (Aronson, Elliot, and Vernon Cope) څېړنه چې د (My enemy’s enemy is my friend) یعني «زما د دښمن دښمن زما ملګری دی»، د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي تطبیق کیدا شي.

په دې څېړنه کې څېړونکو په دې کار کړی، چې ایا خلک دې ته پام ور اړوي، څوک چې د یو چا دښمنانو ته سزا ورکوي او یا یې ملګري ځان ته نږدې کوي، حتی که د دوی ترمنځ ګډ ارزښتونه او کلتوري مشارکتونه هم نه وي‌موجود؟ 

د څېړنې پایلې ښیي، چې خلک لاهم هغه کسان خوښوي چې د دوی دښمنانو ته سزا ورکوي یا د دوی ملګرو ته لېوالتیا ښیي.

Avatar

د هند او طالبانو د اړیکو نوی فصل: زما د دښمن دښمن زما ملګری دی! : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Insight

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *