
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دغه ویډیو کې د نورستان خلک دولایت مقام مخې ته راټول شوي او د انټرنیټ بندېدو له امله یې لاریون ته مخه کړې ده. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه غولوونکې ده او راټول شوي خلک د انټرنیټ بندوالي له امله د ولایت مقام مخه کې ندي راټول شوي بلکې د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ یو شمېر خلک په دغه ځای کې د ځمکې پر سر شخړې له امله راټول دي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ، چې له یادې ویډیو سره یې لیکلي دي: «د نورستان خلکو د ولایت مقام مخې ته د انټرنیټ بندوالي له امله لاریون کړی دی.»

Archive | + | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري یو شمېر خلک لاریون ته راوتلي دي، د نورستان ولایت مخه کې د انټرنیټ موضوع په اړه نه، بلکې په نورګرام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر یوې شخړې له امله راټول دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د خپرې شوې ویډیو په څو منظم سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
افغانستان انټرنشنل خبري ویبسایټ د دغې صحنې په اړه، چې ویډیو کې ښکاري، راپور خپور کړی او لیکلي یې دي:
د نورستان نور ګرام ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ګوجر قبیلې اړوند ځینې کسان د طالبانو د نورستان والي په مرسته د ځايي اوسېدونکو ځمکې غصبوي… د دې کار په غبرګون کې ځايي اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ.

د دې تر څنګ افغانستان انټرنشل په خپل رسمي ایکس پاڼه هم دغه ویډیو خپره کړې او عین تفصیل یې ورسره لیکلی دی.
همدا راز موږ د شوې ادعا سره په خپرې شوې ویډیو کې هغه سیمه او ځای چې ښکاري د ولایت مقام ځای پکې ونه موندلو. تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې لومړۍ شمېره کې د ویډیو ساحه له دویمې شمېرې ولایت مقام سره مقایسه کړئ، چې ډېر توپیر لري. په داسې حال کې چې له ویډیو سره ادعا کې ویل شوي، چې د نورستان خلکو د ولایت مقام مخې ته د انټرنیټ بندوالي له امله لاریون کړی دی.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري یو شمېر خلک لاریون ته راوتلي دي، د نورستان ولایت مخه کې د انټرنیټ موضوع په اړه نه، بلکې په نورګرام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر یوې شخړې له امله راټول دي.
ویډیو کې د نورستان خلک د انټرنیټ بندوالي له امله نه، بلکې د ځمکې پر سر شخړې له امله راټول شوي دي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

