
پر ایران د امریکا-اسراییلو د جګړې په دوران جریان کې د 2026 کال مارچ میاشتې له 20مې وروسته د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو ځیني انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دا د اسراییلو په ډیمونا سیمه کې پر یوې اټومي بټي د ایران د برید صحنه ده. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او انځورونه اصلاً د 2017 کال دي کله، چې د اکراین په یو ډیپو کې چاودنه رامنځته شوې وه.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د اسراییل د دیمونا پر اټومي بټۍ د ایران برید.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. خپاره شوي انځورونه اصلاً د امریکا-اسراییلو او ایران په روانې جګړې پورې تړاو نلري، بلکې دا انځورونه د 2017 کال دي، کله چې په اکراین کې د پوځي مهماتو په یو ډیپو کې چاودنه شوې وه.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپروو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
ازادي راډیو د همدې صحنې ویډیو له (ولې په اوکراین کې پوځي ګودامونه چاودېږي؟) عنوان سره خپره کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.
ګلوبل نیوز خبري چینل هم د دغه خبر ویډیو د 2017 کال مارچ کې خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي، د مهماتو په ډیپو کې د اور لګېدو وروسته د اوکراین له پاسه د اور لوګي پورته کېږي. تاسې کولی شئ، په لاندې توګه یې مشاهده کړئ.

د nzherald.co.nz هم په خپل ویبسایټ د همدې صحنې ویډیو د 2017 کال مارچ کې خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: د اوکراین د وسلو ډیپو کې کې چاودنه وشوه.

که تاسې لېوال یاست، چې د اسراییلو په عراد او دیمونا سیمو د ایران د برید په اړه راپور ولولئ، نو بي بي سي انګلیسي یې په اړه جزیات خپاره کړي دي. په دې جزیاتو کې ښکاره ویل شوي، چې د ایران لخوا د اسراییلو په عراد او ډیمونا توغول شوي میزایل د اسراییلو اټومي تاسسیاتو ته نږدې لګېدلي دي.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. خپاره شوي انځورونه اصلاً د امریکا-اسراییلو او ایران په روانې جګړې پورې تړاو نلري، بلکې دا انځورونه د 2017 کال دي، کله چې په اکراین کې د پوځي مهماتو په یو ډیپو کې چاودنه شوې وه.
انځور کې چاودنې د اسراییلو پر اټومي بټۍ برید نه ښیي، بلکې د اوکراین د مهماتو په یو ډیپو کې د چاودنې دي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

