د کندوز یوې پخوانی پېښې انځور د یو ماشوم د ژوندي سوځولو له ادعا سره شریک شوی.

International Missing Context

د پاکستان په شمال لوېدیځ کرمه سیمه کې د سني او شیعه ټولنې تر منځ په وروستیو کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په تازه پېښو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. په دې لړ کې اوس د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کندوز یوې پخوانی پېښې انځور له کرمې سیمي وروستي تاوتریوالي په تړاو خپور کړی دی.

ازادي راډیو

د ټولنیزور رسنیو یو شمېر کاروونکو له دې انځور سره ادعا کړې، چې کرمې بګن بازار کې دغه ماشوم لومړی حلال شوی او بیا وروسته سوځول شوی دی. 

تاسې کولی شئ، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له ادعاوو یې څو بېلګې وګورئ:

د فیسبوک پوسټارشیف لینک

د فېسبوک پوسټآرشيف لینک

په هر صورت، د فیکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د افغانستان د یوې پخوانۍ ۲۰۱۶ پیښې انځور د کرمې (شعیه سني) ترمنځ د تاوتریخوالي په تړاو خپور شوی.

د حقيقت معاینه:

د ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې ورته عکس د ۲۰۱۶م  په نومبر کې د THE ITEM په نوم ویب پاڼې لخوا خپور شوی و. د خپرې شوې مقالې له مخې، یو افغان سړی د هغه ماشوم جسد په لاس کې لري چې د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۳ مه په کندز ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې وژل شوی و.

Itemonline  آرشيف لینک

VOA آرشيف لینک 

پایله:

له همدې امله له پورتني پلټنو څخه دا څرګنده شوه چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د یوې پخوانۍ پېښې یو زوړ انځور د کرمې سیمې وروستیو تاوتریخوالو او نښتو په تړاو شریک شوی دی.

 کلیدي کلمې:

پاکستان، کرم، خیبر پښتونخوا، افغانستان، کندز.

Avatar

د کندوز یوې پخوانی پېښې انځور د یو ماشوم د ژوندي سوځولو له ادعا سره شریک شوی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Missing Context

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *