وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې په ۱۵کابل ته طالبان ننوتل او واک یې ونیولو، نو اکثریت سیاسي مشران له هېواد څخه وتښتېدل. اوس په ټولنیزو رسنیو کې د همدې سیاسي مشرانو په اړه (د جلا وطنۍ حکومت) د جوړېدو په تړاو بېلا بېلې غیر حقیقي ادعاوې خپریږي. د ټولنیزو رسنیو ایکس کاروونکو تازه ادعا کړې چې د جلا وطنه اسلامي دولت (تبعیدي حکومت) ساسي مشرانو د نړۍ له نورو هېوادونو له مشرانو سره لېدنې کړي دي، په داسې حال کې چې د دوی ادعاوې غیر حقیقي دي او هغه انځورونه چې د ټولنیزو رسنیو خپاره کړي، پخواني دي.

تاسو کولی شئ لاندې د ټولنیزو رسینو (ایکس) کاروونکو دوه پوسټونه د بېلګو په توګه وګورئ په کوم کې چې د پخوانیو سیاسي لېدنو انځورونه له غیر حقیقي ادعاګانو سره خپاره شوي:

د «دولت اسلامی افغانستان در تبعید» په نوم ایکس پاڼې په یو پوسټ کې له خپور شوي انځور سره ادعا کړې چې «په دوست هېواد ترکیه کې د بېلا بېلو هېوادونو سیاسیونو د افغانستان د جلاو طنه اسلامي دولت له رییس محمد یونس قانوني سره مجلس وکړ...».

پوسټ لینکارشیف

خو د پورته انځور په اړه زموږ موندنې ښیي، چې دغه انځور په ترکیه کې نه، بلکې په کابل کې اخېستل شوی او همدا راز دا انځور د ۲۰۲۴ کال نه، بلکې په ۲۰۱۹ کال سپتمبر میاشت کې د اطلاعات روز ویبپاڼې خپور کړی، چې ورسره یې لیکلي: «د کرزي په کور کې سیاسي څېرې: د افغانستان ټاکنې به د کړکېچ لامل شي».


د «دولت اسلامی افغانستان در تبعید» په نوم ایکس پاڼې په یو بل پوسټ کې د جنرال دوستم او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: « نن سه شنبه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۲۳ مه د افغانستان د جلاوطنه اسلامي دولت د دفاع وزیر جلالتمآب مارشال عبدالرشید دوستم د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خپله لومړۍ رسمي لېدنه وکړه...».

تاسې کولی شئ، لاندې پوسټ کې انځور او ادعا وګورئ:

د جنرال دوستم او رجب طیب اردوغان پورته انځور په اړه هم زموږ موندنې ښیي، چې دغه انځور پخوانی دی او په کال ۲۰۱۷ نومبر میاشت کې، چې هغه وخت عبدالرشید دوستم د پخواني ولسمشر غني لومړی مرستیال وو، اریانا نیوز له دې خبر سره خپور کړی، چې «دوستم په راتلونکو ټاکنو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ایتلاف پر رول ټینګار کوي».


همد راز خپله جنرال عبدالرشید دوستم هم همدا انځور په ۲۰۱۷ کال نومبر کې له خپلې رسمي فیسبوک پاڼې خپور کړی او ورسره لیکل شوي « د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس له لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل».

پوسټ لینکارشیف

په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، د «دولت اسلامی افغانستان در تبعید» په نوم ایکس پاڼې یاد پوسټونه له غیر حقیقي ادعاوو سره خپاره کړي او همدا راز هغه انځورونه چې دوی له دغو ادعاوو سره خپاره کړي پخواني دي.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د ادعا اړوند کلیدي توري په ګوګل سرچ انجن کې ولټول، تر څو د جلا وطنه حکومت په اړه وروستي مالومات پیدا کړو. بیا مو پر هغه انځورو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ورسره غیر حقیقي ادعاوې کړې وې. موږ وموندله چې انځورونه پخواني دي او په اوسني وخت کې هیڅ دا ډول لېدنې ندي ترسره شوي.

پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د «دولت اسلامی افغانستان در تبعید» په نوم ایکس پاڼې اکثریت هغه پوسټونه، چې ګواکې د (جلاوطنه اسلامي دولت) سیاسي غړي د نړۍ له سیاسي مشرانو سره د یو حکومت له ادرسه سیاسي لېدنې کوي، حقیقت نلري، ځکه چې د فکټ کریسنډو د څېړنو له مخې د لومړي پوسټ انځور په ترکیه کې نه، بلکې په ۲۰۱۹ کال کابل کې د پخواني ولسمشر کرزي په کور کې اخېستل شوی او د دوهم پوسټ سره خپور شوی انځور هم پخوانی دی او په کال ۲۰۱۷ کې هغه مهال اخېستل شوی، کله چې دوستم د پخواني ولسمشر غني لومړی مرستیال وو.


Claim Review :   د (جلاوطنه اسلامي دولت) سیاسي غړو د نړۍ له سیاسي مشرانو لېدنې ترسره کړي.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  FALSE