پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ۴۷م ولسمشر (ډانلډ ټرمپ سره لېدنه نده کړې.

Misleading National

ډانلډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۰مه یې لوړه وکړه. دا د ولسمشر په توګه د هغه دوهمه غیر پرله پسې دوره ده.

اوس یو شمېر د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ولسمشر اشرف غني او ټرمپ ترمنځ د لیدنې زاړه انځورونه شریک کړي دي او دا له دې انځورونه سره ادعا کړې، چې ګواکې د یاد دواړه مشرانو ترمنځ په دا وروستیو کې لېدنه شوې ده. دوی په خپله ادعا کې همدا راز زیاته کړې، ډانلډ ټرمپ ویلي چې امریکایي سرتیري به ډیر ژر افغانستان ته راستانه شي، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو یاد کاروونکو دغه ادعا کوم حقیقت نلري او خپاره شوي انځورونه پخواني دي.

تاسو کولی شئ لاندې د ټولنیزو رسنیو ځینې پوسټونه وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  د آرشیف لینک

فېسبوک پوسټ د آرشیف لینک

د فیکټ کريسينډو موندنې ښیي چې، په دې وروستیو کې د امریکا د نوي‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د افغانستان د پخواني‌ ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ هیڅ کومه لېدنه نده شوې او په دې تړاو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یاده ادعا دروغ ده. په اصل کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ډانلډ ټرمپ ترمنځ د یوې پخوانۍ لېدنې انځورونه شریک کړي دي.

حقيقت موندنه:

که څه په په ښکاره توګه د ټولنیزو رسنیو ادعا درغ ده، خو بیا هم موږ لومړی په انټرنیټ د یادې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپرو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې هلته ډېر شواهد په لاس راغلل او مالومه شوه، خپاره شوي انځورونه اصلاً پخواني دي.

لاندې شواهد ته په کتو ویلای شو، چې شریک شوي انځورونه هغه وخت اخیستل شوي کله چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې امریکا ته سفر وکړ او په نیویارک کې یې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل.

د نیویارک وختونه د آرشیف لینک  

خامه پریس  د آرشیف لینک

د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۱مه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په جریان کې په نیویارک ښار کې د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل. دوی د جنوبي اسیا د نوې ستراتیژۍ او اقتصادي پراختیا په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه، په دې وروستیو کې متحده ایالاتو تایید کړې چې د دوی نظامي ځواکونه به افغانستان ته بیرته نه ځي. د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وویل، “زموږ تمرکز د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ او په سیمه کې د نورو شخړو مخنیوي باندې پاتې دی.” دا پریکړه په افغانستان کې د نور نظامي ښکیلتیا څخه د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو ژمنې ټینګار کوي.

طلوع نیوز د آرشیف لینک 

پايله: 

نو د فیکټ کريسينډو موندنې وښودله، چې په اصل کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ډانلډ ټرمپ ترمنځ د لېدنې انځورونه پخواني دي د دوی دواړه ترمنځ په اوس وخت کې هیڅ ملاقات ندی شوی.

Avatar

Title:پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ۴۷م ولسمشر (ډانلډ ټرمپ سره لېدنه نده کړې.

Written By: Fact Crescendo Team  

Result: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *