ایا رېښتیا د جنوري هغه میاشت چې د جمعې پنځه ورځې پکې واقع کیږي، ۸۲۳ کلونو کې یو ځل راځي؟ 

False International

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو خپلو پوسټونو کې لیکلي او ادعا یې کړې، چې ګواکې د ۲۰۲۵ کال جنوري داسې یوه میاشت ده، چې په دې میاشت کې به د جمعې ورځ پنځه ځله راځي. د دوی په خبره چې دغه ډول میاشت په ۸۲۳ کلونو کې یو ځل واقع کیږي. خو دا چې حقیقت څه دی او او ایا رېښتیا هم ۸۲۳ کلونو کې د جنوري دا ډول میاشت یو ځل واقع کیږي؟ د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ؟

تاسې کولی شئ د ډیرو پوسټونه هغه سکرین ریکارډینګ وګورئ، چې دغه ډول ګڼ پوسټونه شوي دي.

همدا راز تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فیسبوک کاوونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ. دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي، « ډيره جالبه نده؟ … ۲۰۲۵ جنوري میاشت کې ۵ واره د جمعې ورځ راځي. داسي مياشت په 823 کلونو کې يو ځل راځي». 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د جنوري میاشت چې پکې ۵ ځله د جمعې ورځ واقع کیږي، په ۸۲۳ کلونو کې یو ځل نه، بلکې په اوسط ډول شاوخوا هر دوه یا درې کاله وروسته یا هم کله – کله هر کال په جنوري میاشت کې د جمعې ورځ ۵ ځله واقع کیږي. د مثال په توګه په (… ۲۰۲۰، ۲۰۲۱، ۲۰۲۵، ۲۰۲۶، ۲۰۲۷ او …) کلونو په جنوري میاشت کې هم د جمعې ورځ پنځه واره واقع شوې یا هم واقع کېدونکې ده. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه مالومات دروغ دي؟

موږ په بېلا بېلو کلنډرونو (کلني مهالوېشنو) کې د بېلا بېلو کلونو جنوري میاشتې مطالعه کړې او هلته موږ ولېدل، چې په څو پرلپسې کلونو کې د جنوریو میاشتو کې جمعې ورځ پنځه واره واقع شوې او یا واقع کېدونکې ده. لاندې یې مثالونه کتلی شئ:

موږ لومړی تېرو څو کلونو ته کتنه وکړه. د ۲۰۲۰ کال جنوري میاشت کې هم د جمعې ورځ پنځه واره واقع شوې ده.

په پرلپسې ډول ۲۰۲۱ کال جنوري میاشت کې هم د جمعې ورځ پنځه ځله راغلې.

همدا راز، دا چې د ۲۰۲۵ کال جنوري میاشت کې هم جمعې ورځ پنځه ځله واقع کېدونکې ده، نو په دې کال پسې متصل د ۲۰۲۶ کال جنوري میاشت کې هم د جمعې ورځ ۵ واره واقع کیدونکې ده.

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې جنوري میاشت کې د جمعې ورځ پنځه واره واقع کېدل په ۸۲۳ کلونو کې یو ځل نه، بلکې په اوسط ډول شاوخوا هر دوه یا درې کاله وروسته یا هم کله – کله هر کال په جنوري میاشت کې د جمعې ورځ ۵ ځله واقع کیږي. د مثال په توګه په (… ۲۰۲۰، ۲۰۲۱، ۲۰۲۵، ۲۰۲۶، ۲۰۲۷ او …) کلونو په جنوري میاشت کې هم د جمعې ورځ پنځه واره واقع کیږي. 

Avatar

ایا رېښتیا د جنوري هغه میاشت چې د جمعې پنځه ورځې پکې واقع کیږي، ۸۲۳ کلونو کې یو ځل راځي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *