پخواني انځورونه په جومات باندې برید په توګه په غلط ډول شریک شوي.

False National

د ټولنیزو رسنیو کې ځینې عکسونه له دې ادعا سره  خپاره شوي چې په افغنستان کې په یوه جومات باندې  په دې وروستیو کې چاودنه شوه. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

 ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې په افغنستان کې پر یو جومات باندې په دې وروستیو کې درنه  چاودنه وشوه.

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې پر ټولنیزو رسنیو په ټولنیزو رسنیو کې يو پخواني انځورونه پر جومات باندې  وروستي چاودنې  په تړاو شريک شوي.

د حقیقت معاینه

 ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو انځورونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې ولټوو ترڅو په افغنستان کې جومات باندې داسي کومې وروستي چاودنې يا بريد خبر تایید کړي. خو داسې کومې پېښې په اړه کوم رسنۍ راپورونه نشته. 

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې ټول شریک شوي انځورونه پخواني دي او کومې  وروستي چاودنې سره تړاو نه لري.

لومړی انځور

ګوګل ریورس عکس لټون پلي کولو سره موږ وموندله چې شریک شوی انځور زوړ دی.  ورته انځور د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۱۶ په کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات له ترهګریز برید وروسته اخیستل شوی او په برید کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

لینک ۱   آرشيف لینک

India Blooms  آرشيف لینک

دوهم انځور

د پلټنو په ترڅ کې موږ وموندله چې ورته انځور هم پخواني دی او د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې د NBCNEWS په نوم یوې وېبپاڼې خپور کړی و، د خپرې شوې مقالې له مخې دا عکس د افغانستان په ختیځ پکتیا ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د ځانمرګي برید څخه دی.

 آرشيف لینک 

درېيم انځور 

د ګوګل له لارې د درېيم انځور د لټون په کارولو سره موږ وموندله چې دوهم انځور هم شاوخوا پنځه کاله پخوانی دی او د طلوع نیوز لخوا په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د یوې چاودنې په اړه خپور شوی و.

پنجشېر نيوز آرشيف لینک

طلوع نيوز  آرشيف لینک 

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې په فیسبوک کې په کابل کي دفاع وزارت باندې چاودنې د ادعاوو په اړه زاړه انځورونه شریک شوي دي. دغه راز په دفاع وزرات کې د يادې شوې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويل شوي.

Avatar

سرلیک: پخواني انځورونه په جومات باندې برید په توګه په غلط ډول شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *