په افغانستان کې د وروستۍ چاودنې په ادعا پخواني انځورونه شریک شوي.

False National

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په کندهار کې د وروستۍ چاودنې په اړه د غلطو ادعاوو سره غیر اړونده انځورونه شریک کړي دي.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

د فیسبوک کاروونکی ادعا کوي چې ګواکي په افغانستان کېپه جومات کې درنه چاودنه وشوه. 

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي، په ټولنیزو پخوانی انځورونه شریک شوي او په افغانستان کې په جومات کې په دې وروستيو کې کومه چاودنه نه ده شوې. 

د حقیقت معاینه

موږ لومړی په انټرنیټ کې د کلیدي کلمو لټون وکړ ترڅو د ټولنیزو رسنیو د هغو ادعاوو ریښتیني والی ومومو چې ايا رښتيا په افغنستان کې داسې کومه چاودنه وشوه، مګر د دې ادعاوو ملاتړ لپاره هیڅ رسنۍ راپور نه لري.

د نورو څېړنو لپاره، موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي انځورونو باندې د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوي انځورونه پخواني دي او داسې کومې ادعا شوې پېښې يا چاودنې پورې تړاو نه لري. 

لومړی انځور

د ګوګل له لارې د دوهم انځور د لټون په کارولو سره موږ وموندله چې دوهم انځور هم شاوخوا پنځه کاله پخوانی دی او د طلوع نیوز لخوا په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د یوې چاودنې په اړه خپور شوی و.

پنجشېر نيوز  آرشيف لینک

طلوع نيوز  آرشيف لینک 

دوهم انځور

د ګوګل له لارې د دوهم انځور د لټون په کارولو سره، موږ وموندله چې دوهم انځور هم زوړ دی او د اسلام ټایمز په نوم د یوې خبري ویب پاڼې لخوا خپور شوی او د خپرې شوې مقالې له مخې، دا انځور د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۱مه د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې د بانک بهر د یوه ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو سره د ځان په چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول.

اسلام ټايمز آرشيف لینک

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي او په افانستان کې په جومات کې  داسې کومه چاودنه نه ده شوې. همدا رنګه ټولنيزو رسنيو (فېسبوک) کارکوونکو لخوا شریک شوي انځورونه ھم پخواني دي. 

کلیدي کلمې:

افغانستان ، کابل کندوز، چاودنه.

Avatar

په افغانستان کې د وروستۍ چاودنې په ادعا پخواني انځورونه شریک شوي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *