
د روانې ۲۰۲۵ کال اګست میاشتې ۲۰م تاریخ شواخوا کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د افغان کرکټ لوبغاړي رحمان الله ګربز یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګني نوموړی ناپیژانده کسانو په ډزو ویشتی او وژل شوی دی، په داسې حال کې چې دغه خبر او ادعا غولوونکې او دروغ ده.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی رحمان الله ګربز له دغه انځور سره لیکلي: «سرچینې وایي نامعلومه وسلوالو، نن ماسپښین افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز په ډزو ویشتلی دی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې او دروغ ده. په رحمان الله ګربز کوم وسلوال برید ندی. د یادوولو وړ ده، چې دا ډول ادعا او دروغ پوسټونه ډېری وخت د خلکو د تېر ایستلو او یا هم د څو لایکس او کمنټ په موخه کیږي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا مطلق دروغ ده؟
موږ لومړی د رحمان الله ګربز انسټاګرام اکونټ سکرول کړ. په داسې حال کې چې په رحمان الله ګربز د وسلوال برید ادعا یو شمېر فیسبوک کاروونکو د روانې اګسټ میاشتې په ۲۰مه او ۲۳مه نېټه کړې ده، د رحمان الله ګربز له انسټګرام اکونټ څخه هغه د اګسټ په ۲۷مه تازه د تمرین ویډیو پوسټ کړې، چې تاسې یې پوسټ دلته کتلی شئ.

همدا راز تر ټولو مهمه دا ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ بیا تازه د اګسټ په ۲۸مه د متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان ترمنځ نږدې راتلونکي درې اړخیزه سیالیو په اړه له خپلې فیسبوک پاڼې د یو پوسټ له مخې سکواډ (لوبډله) اعلان کړې، چې رحمان الله ګربز د دې سکواډ برخه ده.
کرکټ بورډ لیکلي: د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان اتلانو نوملړ په ډاګه شو
د مهالوېش له مخې به افغان اتلان د راتلونکې جمعې په ورځ د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې او دروغ ده. په رحمان الله ګربز کوم وسلوال برید ندی.

ایا رحمان الله ګربز رېښتیا نا پیژانده کسانو په ډزو وژلی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False