
د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو او کړکېچ په لړ کې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په۱۷مه او ۱۸مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام یو شمېر کاروونکو د اسلام اباد ماریوت هوټل د ویجاړۍ او په هوټل د اور دلمبو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې په یاد هوټل کې دا ویجاړی او د اور لمبې د افغانستان-پاکستان وروستي کړکېج پر مهال د برید له امله شوی دی. خو د فکټ کریسنډو څېړنې ښیي، چې وایرل شوی انځور د ۲۰۰۸ کال دی او د افغانستان-پاکستان له وروستیو نښتو سره هیڅ تړاو نلري.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپور شوی انځور د ۲۰۰۸ هغې پېښې دی، کله چې د اسلام اباد په ماریوت هوټل موټر بم برید شوی وو او سلګونو کسانو ته پکې مرګ – ژوبله اوښتې وه. دا انځور اصلاً د افغانستان-پاکستان وروستي کړکېج سره هیڅ تړاو نلري.
موږ ولې وایو، چې دغه وایرل شوی انځور د ۲۰۰۸ کال دی او د افغانستان-پاکستان وروستي کړکېچ سره هیڅ تړاو نلري؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د ۱۷ کاله پخوانۍ هغې پېښې دی، کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د اسلام اباد په ماریوت هوټل موټر بم برید شوی وو.
د nation.com.pk ویبسایټ همدا انځور په ۲۰۰۸ کې له یو راپور سره خپور کړی دی. دوی د راپور په تفصیل کې لیکلي: «د شنبې ماښام شاوخوا اته بجې په پلازمېنه کې یو له بمونو ډک موټر چاودېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او ۲۶۰ ټپیان شوي دي. پېښه د پنځه ستوریز هوټل مخې ته شوې او ښار یې له وېرې ډک کړی دی…».

په Getty images ایجنسي کې موږ همدا وایرل شوی انځور پیدا کړ، چې له دې انځور سره په تفصیل کې لیکل شوي: … د ۲۰۰۸ د سپتمبر په ۲۰مه، د اسلاماباد په ماریوټ هوټل کې د زورور بم چاودنې وروسته د اور لمبې او لوګي…

د theguardian.com ویبپاڼې هم د همدې پېښې ماښام مهال انځور د یو راپور سره خپور کړی او د انځور په کپشن کې یې لیکلي: د ۲۰۰۸ د بمچاودنې وروسته د اسلاماباد ماریوټ هوټل له اور لمبو ډک شوی دی. Photograph: Sipa Press

همدا راز که تاسې غواړئ د ماریوټ هوټل د بمي چاودنې ویډیوي راپور وګورئ، نو الجزیره یې په اړه له خپل یوټیوب ادرس څخه خپور کړی دی.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپور شوی انځور د ۲۰۰۸ هغې پېښې دی، کله چې د اسلام اباد په ماریوت هوټل موټر بم برید شوی وو او سلګونو کسانو ته پکې مرګ – ژوبله اوښتې وه.
د اسلام اباد په ماریوت هوټل د ۲۰۰۸ کال پخواني برید یو انځور د وروستۍ پېښې له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

