ایا د امریکا هغه الوتکه بیرته موندل شوې، چې ۸۷ کاله پخوا په ارام سمندرګي کې ورکه وه؟

False International

د ۱۹۳۷ جولای میاشتې په ۲مه نېټه یعني پوره ۸۷ کاله  پخوا  Amelia Earhart او د هغې ملګری Fred Noonan د یوې الوتنې پر مهال له Lockheed Electra 10E نومې الوتکې سره یوځای په ارام سمندرګي کې ورک شول. اوس د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې د امریکا دغه الوتکه موندل شوې ده.

دا چې حقیقت څه دی، نو راځئ د فکټ کریسنډو دا کتنه ولولو!

تر ټولو لومړی تاسې کولی شئ، د فیسبوک یو شمېر کاروونکو پوسټونه او د هغوی ادعاوې د بېلګې په توګه په لاندې ډول مشاهده کړئ:

دوی په خپلو پوسټونه کې له بې تړاوه او په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شويو انځورونو سره لیکلي: «د امریکا ورکه شوې الوتکه له ۷۵ کلونو وروسته په سمندر کې وموندل شوه». 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د Lockheed Electra 10E الوتکې ورکېدو پېښې په اړه د پورته ذکر شویو ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعاوې دروغ دي، ځکه چې د دې پېښې ۷۵ کاله نه، بلکې ۸۷ کاله کیږي، چې تر دا مهاله یې د موندل کیدو په اړه یوازې اټکلیز مالومات ورکړل شوي او څرګند شواهد لا هم نه دي‌موجود. 

موږ ولې وایو، چې د امریکا د یادې الوتکې موندل کېدو په اړه د ذکر شویو فیسبوک کاروونکو ادعاوې دروغ دي؟

موږ لومړی د Lockheed Electra 10E الوتکې ورکېدو پېښې په اړه وروستي او دقیق مالومات وپلټل. بیا مو پر خپرو شویو انځورنو ګوګل ایمیج لټون او (ai image detector) پلی کړ. 

په لاندې انځور کې تاسې ښکاره د اصلي انځور او له شوې ادعا سره د خپور شوي انځور توپیر کولی شئ:

همدا راز دوهم انځور چې جسدونه پکې ښکاري اصلاً په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی انځور دی.

همدا پورته په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی انځور د (The Brilliant) یوټیوب چینل په یوه مالوماتي ویډیو کې کارولی، چې تاسې یې په ۲۲مه دقیقه او ۳۴مه ثانیه کې مشاهده کولی شئ، چې هلته یې د مصر ۹۹۰ الوتنې پېښې په اړه خبرې کړي دي:

CNN د Lockheed Electra 10E الوتکې او Amelia Earhart ورکېدو پېښې په اړه تازه د نومبر په ۲۱مه د –

(They thought they’d found Amelia Earhart’s plane. Instead, the search continues) تر عنوان لاندې راپور خپور کړی.

ABC نیوز هم لاندې انځور سره تر «د امیلیا ایرهارټ سره څه پیښ شوي؟ د سونار عکسونه داسې ښایي، چې په ارام سمندر کې د الوتکې ټوټې یا پاتي شوني وي».
د ABC نیوز د پورته خبر له مخې یاني واضحه او تایید نده، بلکې یوازې اټکل شوی دی او تاسې یې لاندې سکرین شاټ کې کتلی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو له ادعا او انځورونو سره بشپړ توپیر لري:

که تاسې لا ډېره لیوالتیا لرئ، چې د یادې پېښې په اړه نور مالومات هم وګورئ، نو د CNN دا ویډیوي راپور هم درسره مشاهده کړئ:

پایله:د فکت کریسنډو کتنې وښودله، چې د Lockheed Electra 10E الوتکې ورکېدو پېښې په اړه د پورته ذکر شویو ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعاوې دروغ دي، ځکه چې د دې پېښې ۷۵ کاله نه، بلکې ۸۷ کاله کیږي، چې تر دا مهاله یې د موندل کیدو په اړه یوازې اټکلیز مالومات ورکړل شوي او څرګند شواهد لا هم نه دي‌موجود.

Avatar

ایا د امریکا هغه الوتکه بیرته موندل شوې، چې ۸۷ کاله پخوا په ارام سمندرګي کې ورکه وه؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *