
په ټولنیزو رسنیو کې د الامارات هوایي شرکت الوتکې یو انځور چې په غمیو سینګار او عجیب ښکاري، وایرل شوی او نشریږي. د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو له دې انځور سره لیکلي، چې متحده عربي اماراتو د نوي کال د جشن په مناسبت يو الوتکه د الماسو او ملغلرو په زينت سينګار کړې ده.
دا چې رېښتیا څه دي، راځي د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ترې ځان خبر کړو!
لومړی تاسې کولی شئ، د ټولینزو یو شمېر کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول وګورئ:


رېښتیا څه دي؟
د الامارات الوتکې دغه انځور د نوي کال د جشن په مناسبت په ریښتینې دول په الماسو او ملغلرو ندی سینګار شوی، بلکې دا انځور اصلاً په ۲۰۱۸ کال کې د سارا شکیل په نوم یوې ارټیسټې په هنري ډول ډیزاین کړی او هغه مهال نومړې له خپل انسټاګرام څخه خپور کړی وو، بیا خپله د المارات هوایي شرکت له خپل ټویټر اکونټ څخه هم دا انځور خپور کړی وو.
موږ ولې وایو، چې دا انځور په هنري ډیزاین شوی؟
موږ پر دغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو له ناسمو مالوماتو او ادعا سره خپور کړی، ګوګل ایمیج لټون پلی کړی، چې زیات شمېر شواهد لاس ته راغلل او ثابته شوه، چې دا اصلي انځور نه، بلکې یو ډول ډیزاین شوی هنري انځور دی.
تر ټولو لومړی، موږ د الامارات هوایي شرکت له رسمي ایکس اکونټ څخه لېدنه وکړه او هلته مو د همدې انځور په اړه پوسټ پیدا کړ. دوی له دې انځور سره لیکلي: «Presenting the Emirates ‘Bling’ 777. Image created by Sara Shakeel» چې په دې کپشن کې واضح لیکل شوي، چې دغه تصویر د سارا شکیل لخوا جوړ شوی.
همدا راز د ګولف ټوډی په نوم خبري رسنۍ هم له خپل رسمي ایکس پاڼې څخه د دې انځور په اړه پوسټ کې ویلي، چې د سارا شکیل په نوم ارټیسټې د الامارات الوتکې یو ښکلی کریسټال ډوله انځور جوړ کړی …
موږ د سارا شکیل ارټیسټې رسمي انسټاګرام اکونټ هم پیدا کړ. هلته مو ولیدل چې سارا شکیل یوازې د دې الوتکې انځور په دې شکل نه، بلکې ډېر نور ورته انځورونه یې هم جوړ کړي وو. هغې د الامارات هوایي شرکت الوتکې دغه جوړ شوی انځور په ۲۰۱۸ کال کې له خپل اکونټ څخه خپور کړی، چې تاسې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ:
همدا راز هغې د یو غټ موټر (بیلډوزر) انځور هم په ورته شکل ډیزاین کړی لکه په لاندې انځور کې:
که تاسې د سارا شکیل نور هنري کارونه غواړئ مشاهده کړئ نو کولی شئ د هغې له انسټاګرام اکونټ څخه لېدنه وکړئ او ډېر په زړه پورې هنرونه ووینئ.

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې د الامارات الوتکې دغه انځور د نوي کال د جشن په مناسبت په ریښتینې دول په الماسو او ملغلرو ندی سینګار شوی، بلکې دا انځور اصلاً په ۲۰۱۸ کال کې د سارا شکیل په نوم یوې ارټیسټې په هنري ډول ډیزاین کړی او هغه مهال نومړې له خپل انسټاګرام څخه خپور کړی وو، بیا خپله د المارات هوایي شرکت له خپل ټویټر اکونټ څخه هم دا انځور خپور کړی وو.

Title:ایا رېښتیا د امارات هوایي شرکت الوتکه د نوي کال جشن په مناسبت په الماسو او ملغلرو سینګار شوې ده؟
Written By: Fact Crescendo TeamResult: Misleading