
په دې وروستیو کې له طالبانو څخه د یو شمېر ښځو د ملاتړ راپورونه ورکړل شوي دي. د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د سپټمبر په ۱۱مه شاوخوا ۳۰۰ ښځې چې تور حجابونه یې اغوستي وو، له طالبانو څخه د ملاتړ یوه غونډه یې د کابل د ښوونې او روزنې (شهید برهان الدین رباني) په پوهنتون کې نیولې وه.
له دغې غونډې څخه د یوې ښځې انځور فوتوشاپ شوی دی او د هغې پر ځای د یو نارینه عکس چې ږیره هم لري د طالب په توګه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی. له دې انځور سره یو ځای ادعا شوې چې ګواکې طالبانو د ښځینه جامو په اغوستلو سره غواړي نړۍ ته دا وښيي چې دوی د ښځو له حقونو څخه ملاتړ کوي او دوی سوله راوړي.
د تویتر یوې کاروونکې په تویت کې لیکل شوې: « طالبانو د ښځينه جامو په اغوستلو سره غواړي دا ثابته کړي چې دوی د ښځو له حقونو څخه ملاتړ کوي؟ زه دغو ښځو ته حیرانه یم چه پر دوی څه شوې دي؟ زه اوس ګورم چې کم شمېر یې ښځې دي او پاتې نور یې ټول نارینه دي.
what are Taliban trying to proof by bringing men with women’s Burqa to announce their support? I was wondering what the hell is wrong with these women? Now I saw Only a few of them are women the rest is all men wearing Burqa. pic.twitter.com/9k4SqzIYAg
— Shabnam Bayani (@ShabnamBayani) September 11, 2021
یوې افغانې دیپلوماتې هدیه امیري د دې انځور په خپرولو سره په تویتر کې لیکلې: « آیا څوک شته چې ما ته دا روښانه کړي؟ ولې ښځینه طالبانې ږیره لري؟ یا دوی له حجاب څخه پرته نارینه دي او اوس یې ځانونه د ښځو په توګه څرګند کړي؟ ان په دې طریقه هم طالبانو له ښځو ناوړه ګټه اخلي تر څو خپل ځانونه نړۍ ته بل ډول وښیي.»
Can someone explain this to me? Why #Taliban women have beard? Or they are undercover men, costumed as #women ?
— HadeiaAMIRY 🌍 (@HadeiaAmiry) September 11, 2021
Even in this platform, #Talibans are using women to show the world otherwise. @HNajibullah @MaihanWali @calxandr @SenatorShaheen @NazilaJamshidi1 @Mariamistan pic.twitter.com/dk4wt6XHZY
حقیقت موندنه
مونږ د ګوګل انځورونو برعکس څېړنې له لارې پر دې انځور پلټنه تر سره کړه چې په پایله کې یې مونږ په افغانستان کې د طلوع نیوز رییس لطف الله نجفي زاده یو تویت ته یوړه. هغه په تویتر کې لیکلي چې په انځور کې یو شمېر ښځې له طالبانو څخه د ملاتړ په یوه غونډه کې په کابل کې را ټولې شوې دي. مونږ د انځور له ارزونې څخه وروسته وموندله چې په دې عکس کې هېڅ کوم نارینه له ږیري او یا بریتو سره نه لیدل کیږي.
له دې څخه په واضح ډول ښکاري چې دا عکس اېډیټ شوی دی.
Pro-Taliban women gathering in Kabul. pic.twitter.com/G9GYNpzjNl
— Lotfullah Najafizada (@LNajafizada) September 11, 2021
دا انځور د سپټمبر په ۱۱مه د خامه پریس له لورې هم خپور شوی دی چې ورسره یې لیکلي د پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې له طالبانو څخه د ملاتړ په یوه غونډه کې سره راټول شوې دي.
مونږ لاندې دواړه انځورونه چې اصلي او اېډیټ شوي عکسونه دي، له یو بل سره پرتله کړي دي. اصلي انځور داسې فوتوشاپ شوی دی چې خلکو ته ښکاره کړي ګواکې دا چې یو سړی په ښځینه حجاب کې له طالبانو څخه ملاتړ کوي.
له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېر شمېر ناسم خبرونه شریک شوي دي.
تاسو کولای شئ د دغو ناسمو خبرنو په هکله زمونږ د حقیقت موندنې نور راپورونه د لاندې لېنک په واسطه ولولئ.
#Thread🚨- Post the #Taliban took control over #Afghanistan and it's capital #Kabul, @FactCrescendo has witnessed a rise in misinformation related to this event. Several unrelated images and videos are being shared online as footages of the country post the takeover.
— 🌐 Fact Crescendo (@FactCrescendo) August 19, 2021
پایله
فاکت کرېسیندو دا یې مالومه کړه چې پورتنی انځور ناسم دی. دا انځور په ډیجیتلي بڼه اېډیت شوی دی. په حجاب کې د یوې ښځې دا انځور فوتوشاپ شوی دی، تر څو وښایي چې نارینه ګان غواړي په حجاب کې د ښځو په بڼه له طالبانو څخه ملاتړ اعلان کړي.

سرلیک: په حجاب کې د یوه سړي انځور له طالبانو څخه د ښځو په ملاتړ غونډه کې فوتوشاپ شوی دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Altered