مشهور کمیډین ابراهیم عابد نه دی مړ شوی

False Social

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په ناسمه توګه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» مشهور کمیډین مړ شوی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۷مه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» کمیډین وفات شوی دی. د «سوله /صلح PEACE News» په نوم فېسبوک پاڼې لیکلي: «هغه څوک (ابراهیم عابد) څو شېبې وړاندې شهید شو چې ټول عمر یې په زړه پنډ پنډ غمونه ګرځول خو؛ د ملت په خوله یې مسکا خپروله».

دا پست له نورو سره ۴۸ ځله شریک شوی دی.

Graphical user interface

Description automatically generated

فېسبوک / آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

زمونږ د څېړنو پر اساس ابراهیم عابد په یوه ترافیکي پېښه کې ټپی شوی وو خو د مرګ اوازې یې ناسم دي. 

د طلوع تلویزیون او د «شبکه خنده» فېسبوک پاڼو لیکلي چې ابراهیم عابد له خپلې کورنۍ سره د بشپړې روغتیا سره یو ځای شوی دی. دغو فېسبوک پاڼو ویلي چې هغه به ډېر ژر خپرونې ته بېرته را وګرځي.

Graphical user interface

Description automatically generated

فېسبوک/ آرشیف لېنک

د «شبکه خنده» فېسبوک پاڼې هم لیکلې چې ښاغلی عابد به ډېر ژر خپرونې ته را ستون شي.

Graphical user interface, application

Description automatically generated

فېسبوک/ آرشیف لېنک

ابراهیم عابد څنګه ټپي شو؟

ښاغلي عابد هغه مهال ټپي شو چې د «شبکه خنده» موټر له یوه ترافیکي پېښې سره مخ شو. ویل کیږي چې په دې پېښه کې ابراهیم عابد د سر څخه زیان لیدلی وو او په سر کې یې خونریزي را منځ ته شوې وه. د ښاغلي عابد تپي کېدل په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی. 

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د ابراهیم عابد د وفات کېدلو اوازې ناسم دي. ښاغلی عابد په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی وو خو تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوی دی.

Avatar

سرلیک: مشهور کمیډین ابراهیم عابد نه دی مړ شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *