د مخکیني ولسمشر اشرف غني یوه پخوانۍ مرکه له ناسمې ادعا سره خپره شوې ده. 

False International

د ټولنیزو رسینو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د روانې فبروري په 25مه نېټه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یوه مرکه له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکي دا د ولسمشر غني په ژوندۍ بڼه وینا ده او هغه غواړي هېواد راستون شي. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره خپره شوې ویډیو په ژوندۍ بڼه د پخواني ولسمشر غني وینا نه، بلکې دا د 2018 کال د ناټو سر مشریزې په څنډه کې له محمد اشرف غني سره په افغانستان کې د ناټو د ښکېلتیا په اړه د مرکې ده.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له دغې ویډیو سره لیکلي دي: «په ژوندۍ بڼه د ولسمشر غني وینا؛ بابا (اشرف غني) بیرته وطن ته راځي.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره خپره شوې ویډیو په ژوندۍ بڼه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه وینا نده، بلکې دا د 2018 کال د ناټو سر مشریزې په څنډه کې له محمد اشرف غني سره په افغانستان کې د ناټو د ښکېلتیا په اړه د مرکې ویډیو ده.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او د دې تر څنګ مو له یادې ادعا سره د وایرل شوې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمج کې سرچ کړل. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا دروغ ده. 

همدا ویدیو، چې له تازه ادعا سره خپره شوې ده، موږ د AtlanticCouncil په یوټیوب چینل کې وموندله، چې په 2018 کال کې یې خپره کړې ده او ورسره یې لیکلي دي، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف سره د 2018 کال ناټو سر مشریزې په څنډه کې خبرې…

ارشیف

د دې تر څنګ د همدې برنامې یوه برخه طلوع نیوز هم راخیستې او یو ویډیوي راپور کې یې ځای ورکړی دی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی او اورېدلی شئ. 

ارشیف

همدا راز Atlantic Council ویبسایټ هم د دې برنامې، چې د 2018 کال ناټو سر مشریزې په څنډه کې ترسره شوې وه، یو راپور خپور کړی دی. 

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له ادعا سره خپره شوې ویډیو په ژوندۍ بڼه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه وینا نده، بلکې دا د 2018 کال د ناټو سر مشریزې په څنډه کې له محمد اشرف غني سره په افغانستان کې د ناټو د ښکېلتیا په اړه د مرکې ویډیو ده.

Avatar

د مخکیني ولسمشر اشرف غني یوه پخوانۍ مرکه له ناسمې ادعا سره خپره شوې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *