
وروسته له هغې چې زهران ممداني د ۲۰۲۶ کال جنوري میاشتې پیل سره د نیویارک ښار د نوي ښاروال په توګه د لوړې وینا وکړه، د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د نوموړي په اړه ادعا وکړه، چې ګواکې ممداني ویلي، چې په قوم پښتون دی. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې زهران ممداني د لوړې وینا پر مهال ندي، ویلي، چې ګواکې په قوم پښتون دی او یا نېکه یې پښتون وو.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي دي: «د نیویارک ښاروال زهران ممداني؛ زما نیکه پښتون و».
شهردار جدید نیویارک زهران ممدانی؛ پدر بزرگ من از تبار پشتون و افغان بود

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري. زهران ممداني د نیویارک د نوي ښاروال په توګه د لوړې وینا پر مهال ندي ویلي، چې ګواکې په قوم پښتون دی یا نېکه یې پښتون وو، بلکې یوازې د پښتو ژبې په اړه یې دومره یادوونه کړې، چې د نیویارک ښار نوې کېسې لیکلو ژبه به پښتو هم وي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د نیویارک ښاروالۍ رسمي ویبسایټ کې د زهران ممداني د لوړې د وینا بشپړ متن وموند. د دې تر څنګ مو د یادې وینا بشپړه ویډیو په دقت سره وکتله. په پایله کې مالومه شوه، چې زهران ممداني د نیویارک د نوي ښاروال په توګه د لوړې وینا پر مهال هیڅ داسې کومه یادوونه نده کړې، چې ګواکې ویلي وي، په قوم پښتون دی.
موږ د نیویارک د ښاروالۍ رسمي ویبسایټ کې د زهران ممداني د وینا متن ولوستلو او هلته مو ولېدل چې داسې کومه یادوونه نده، چې زهران ممداني ویلي وي، چې نوموړی په خټه پښتون یا افغان دی یا نېکه پښتون وو.
په دې سکریپټ (متن) کې موږ د پښتو په اړه یوازې دا وموندل، چې زهران ممداني یادوونه کړې، چې غواړي د دغه ښار “نوې کیسه” له سره ولیکي او په وینا یې، دا کیسه به د نورو ژبو ویونکو تر څنګ پښتو ویونکي هم لیکي.

د FOX 5 New York رسمي یوټیوب چینل څخه د زهران ممداني د پرانیستي بشپړه وینا خپره شوې. موږ دغه وینا هم ټوله واورېدله، چې په هیڅ ځای کې نوموړي دا یادوونه نده کړې، چې ګواکې نېکه یې پښتون وو. هغه فقت د دې ویډیو په 12مه دقېقه او 22مه ثانیه کې د پښتو ژبې په اړه خبره کړې او ویلي یې دي، د دې ښار د نوې کېسې لیکلو ژبو څخه پښتو به هم وي.
که تاسې لېواله یاست، نو کولی شئ، د بي بي هغه ویډیوي راپور هم له ایکس پاڼې وګورئ، چې زهران ممداني د پښتو ژبې یادوونه پکې کړې ده.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري. زهران ممداني د نیویارک د نوي ښاروال په توګه د لوړې وینا پر مهال ندي ویلي، چې ګواکې په قوم پښتون دی یا نېکه یې پښتون وو، بلکې یوازې د پښتو ژبې په اړه یې دومره یادوونه کړې، چې د نیویارک ښار نوې کېسې لیکلو ژبه به پښتو هم وي.
ایا د نیویارک نوي ښاروال زهران ممداني رېښتیا ویلي، چې په قوم پښتون دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

