
Photo credits: @KiwaSpotter
د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د AH-64E Apache attack هلیکوپټر یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی دی، چې ګواکې دغه ډول هلیکوپټرې د کندهار په هوایي ډګر کې د هند لخوا افغان لوري ته سپارل شوي دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا حقیقت نلري او خپور شوی انځور اصلاً له امریکا څخه د هند له لوري د پیرل شوي AH-64E Apache attack هلیکوپټر دی.
دا چې حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي: «په کندهار هوایي ډګر کې د دوست هېواد (هند) درې AH -64E هلیکوپترې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې او دروغ ده. په انځور کې دغه هلیکوپټر هند افغانستان ته ندی سپارلی، بلکې د (AH-64E Apache attack) په نوم دا هلیکوپټر د هند او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ یو قرارداد له مخې د امریکا لخوا هند ته د لېږلو په حال کې دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې او دروغ ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د بېلا بېلا ادرسونو لخوا د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه خپور شوی او ښیي، چې دغه هلیکوپټر اصلاً هند حکومت له امریکا څخه د ۲۰۲۰ کال یو قرارداد له مخې پیرلی، چې هند ته د استولو په حال کې لیدل کیږي.
د militarnyi.com ویبپاڼې له همدې انځور سره یو راپور خپور کړی، چې عنوان یې ((د اوکراين ستر د بار وړلو الوتکه An-124 به نوې اپاچي چورلکې هندوستان ته ولېږدوي)). د انځور په کپشن کې بیا لیکلي شوي دي: د اوکراين د ترانسپورټ الوتکه An-124 او د هندوستان د پوځ AH-64E اپاچي چورلکه.

موږ انځور ته په زیر وکتل او په انځور د (KIWA Spotter) په نوم واټر مارک لوګو ښکاري، چې بیا موږ د همدې نوم ایکس اکونټ پیدا کړل. هلته دوی په یو پوسټ کې همدا انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: انتونوف An-124 UR-82008 نن ماسپښين له لايپزګ، جرمني څخه KIWA ته راورسېد، څو د هندوستان د پوځ لپاره درې AH-64E اپاچي چورلکې پورته کړي.

همدا راز د Aditya Singh په نوم د ټولنیزو رسنیو یو فعال هم دا انځور له خپل ایکس اکونټ څخه خپور کړی، چې ورسره یې لیکي: د هندوستان د پوځ اپاچي چورلکې هندوستان ته را روانې دي.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې په انځور کې دغه هلیکوپټر هند افغانستان ته ندی سپارلی، بلکې د (AH-64E Apache attack) په نوم دا هلیکوپټر د هند او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ یو قرارداد له مخې د امریکا لخوا هند ته د لېږلو په حال کې دی.
ایا رېښتیا هند افغانستان ته AH-64E Apache attack ډوله هلیکوپټرې سپارلی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

