
د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۳۰ او ۳۱مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سید محسن نقوي او د طالبانو د کورینو چارو وزارت امنیتي معین ابراهیم صدر د لیدنې یو انځور، چې د دوو انځورونو ټولګه ده، یو طرف کې ښکاري، چې د طالبانو د کورینو چارو وزارت امنیتي معین ابراهیم صدر په جیب کې قلم ایښی وي او بل طرف انځور کې ښکاري، چې یاد قلم غیب شوی وي. دا انځور د فیسبوک یاد شمېر رکاروونکو له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د طالبانو د کورینو چارو وزارت له امنیتي معین ابراهیم صدر څخه قلم غلا کړی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې یاده ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور ایډیټ شوی دی.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. د بېلګې په توګه د دوی له منځه یې ځینو د دې انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د صدر صاحب قلم يي غلا کړي دي».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د طالبانو د کورینو چارو وزارت له امنیتي معین ابراهیم صدر څخه قلم ندی غلا کړی او وایرل شوی انځور ایډیټ شوی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا او وایرل شوی انځور اصلاً ایډیټ شوی دی؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل، ایکس، فیسبوک او نورو ادرسونو کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوی شوی انځور ایډیټ شوی دی.
افغانستان انټرنیشنل خبرې شبکې همدا انځور د پښتو او درې راپورونو سره خپور کړی، چې هلته په راپور کې د قلم هیڅ یادوونه نده شوې او همدا راز له راپورونو سره خپور شوي انځور کې د ابراهیم صدر په جیب کې قلم په خپل ځای ښکاري.

همدا راز موږ د دې صحنې ویډیو پیدا کړه، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د «ایکو» سازمان د ناستې په څنډه کې له ابراهیم صدر سره لیدلي. ټولنیز فعال Mir Yar Baloch له خپل ایکس وال څخه دغه ویډیو خپره کړې او تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ:
د Republic World رسمي یوټیوب چینل هم د دې صحنې ویډیو خپره کړې چې تاسې په دې (لینک) کې کتلی شئ:

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د طالبانو د کورینو چارو وزارت له امنیتي معین ابراهیم صدر څخه قلم ندی غلا کړی او وایرل شوی انځور ایډیټ شوی دی.
ایا پاکستاني وزیر د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین ابراهیم صدر څځه قلم پټ کړی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

