د ډیلي په Red Fort کې د چاودنې انځور د اسلام اباد سید پور کې د چاودنې له ادعا سره خپور شوی دی.

False International

د روان ۲۰۲۶ کال مارچ میاشتې اخیر نېټو کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا د اسلام اباد په سید پور سیمه کې د تازه چاودنې صحنه ده. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او خپور شوی انځور اصلاً د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې هغې چاودنې دی، چې په ډیلي Red Fort Metro Station سیمه کې شوې وه. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د اسلام اباد په سید پور سیمه کې تازه چاودنه شوې.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپور شوی انځور د اسلام اباد په سید پور سیمې پورې تړاو نلري، بلکې دا انځور د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې هغې چاودنې دی، چې په ډیلي Red Fort Metro Station سیمه کې شوې وه او ګڼو کسانو ته یې مرګ – ژوبله اړولې وه.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.

د 2025 نومبر میاشت کې INDIA TV په یو راپور کې همدا انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: د ډیلي په Red Fort کې د چاودنې له امله لوړ امنیتي خبرداری.

ارشیف

د The Indian Express ویبسایټ هم د یو راپور سره دا انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: د سره کلا ته نږدې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ارشیف

په اسلام اباد کې د تازه چاودنې له ادعا سره تر دې وړاندې هم یو غیر اړوند انځور خپور شوی وو، چې تاسې یې جزیات او بشپړ حقیقت د فکټ کریسنډو په (دغه) راپور کې لوستلی شئ. 
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپور شوی انځور د اسلام اباد په سید پور سیمې پورې تړاو نلري، بلکې دا انځور د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې هغې چاودنې دی، چې په ډیلي Red Fort Metro Station سیمه کې شوې وه او ګڼو کسانو ته یې مرګ – ژوبله اړولې وه.

Avatar

د ډیلي په Red Fort کې د چاودنې انځور د اسلام اباد سید پور کې د چاودنې له ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *