ایا په انځور کې دا لوی پُل په کاناډا کې دی؟

False International

په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د یو ستر او لوی پُل انځور له دې ادعا سره وایرل او خپور کړی، چې ګني دا پل په کاناډا کې موقیعت لري، په داسې حال کې چې دغه پُل اصلاً په چین کې دی. 

دا چې د دې پُل په اړه نور رېښتیني مالومات څه دي، راځي د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې مشاهده کړو!

د فیسبوک کاروونکو ادعا څه ده؟

د دوی له منځه یو شمېر د فیسبوک کاروونکو خپلو پوسټونو کې لیکلي، «یو انځور د کاناډا د اینجنرۍ درواخلئ»، چې له دې څخه د دوی هدف دا دی، چې ګني دا مهم او ستر پُل په کاناډا کې جوړ شوی دی.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post
Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه پُل کانادا کې نه، بلکې د چین په Guizhou ولایت کې موقیعت لري، چې په (Dafaqu Bridge) مشهور دی او Dafaqu Yangtze River Bridge یا Dafaqu Suspension Bridge په نومونو هم یادیږي.

دا پُل د نړۍ یو تر لویو او لوړو پلونو څخه شمېر کیږي او د G56 هوکن اکسپرېس لارې کې حیاتي رول لوبوي، چې هنان او ګویژو ولایت سره وصلوي.

موږ ولې وایو، چې دغه پُل په کاناډا نه، بلکې په چین کې موقیعت لري؟

موږ لومړی د دې پُل په اړه ځیني کلیدي توري وپلټل او بیا مو په ټولنیزو رسنیو کې پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې زیات شمېر شواهد په لاس راغلل.

د چین یو مشهور خبري اژانس، Xinhua News Agency د همدې پُل د جوړېدو د مهال ځیني انځورونه خپاره کړي. دوی د دې پُل د یو انځور په کپشن کې لیکي (دا انځور چې د ۲۰۲۳ کال د فبروري په ۲مه اخیستل شوی، د چین په جنوب لویدیځ ګویژو ولایت کې د  Renhuai-Zunyi expressway لارې Dafaqu Bridge لوی پُل ښیي).

ارشیف

ګلوبل ټایمز هم د دې پل د یو انځور په کپشن کې داسې لیکلي: د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۵مه اخیستل شوی انځور ښیي چې د چین په جنوب لویدیځ ګویژو ولایت کې د رین هوی-زوني ایکسپریس لارې د Dafaqu Bridge لوی پل ورېځو پوښلي دي.

ارشیف

همدا راز د یو رسمي یوټیوب چینل vlgruon له لوري د دې پُل ویډیو هم په لاندې توګه کتلی شئ، چې هلته هم د ویډیو عنوان (TUBE CONCRETE ARCH BRIDGE EXPRESSWAY || DAFAQU BRIDGE) لیکل شوی دی.

ارشیف

د دې تر څنګ فکټ کریسنډو تر دې وړاندې موندلې وه، چې د دې پل انځور له دې ادعا سره خپاره شوي وو، چې ګنې دا پل په روسیه کې موقیعت لري، خو د فکټ کریسنډو، څېړونکو هغه مهال هم موندلې وه، چې دغه پل اصلاً په چین کې موقیعت لري.

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې دغه پُل کانادا کې نه، بلکې د چین په Guizhou ولایت کې موقیعت لري، چې په (Dafaqu Bridge) مشهور دی او Dafaqu Yangtze River Bridge یا Dafaqu Suspension Bridge په نومونو هم یادیږي.

دا پُل د نړۍ یو تر لویو او لوړو پلونو څخه شمېر کیږي او د G56 هوکن اکسپرېس لارې کې حیاتي رول لوبوي، چې هنان او ګویژو ولایت سره وصلوي.

Avatar

ایا په انځور کې دا لوی پُل په کاناډا کې دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *