د زهرجن ګاز له امله د مسمومې شویو نجونو پخواني انځورونه په کابل کې د چاودنې قربانیانو په توګه خپاره شوي

په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې چاودنې شوي دي. دا چاودنې په جومات او ښوونځي کې تر سره شوې.  په دې وروستیو کې د کابل ښار د عبدالرحیم شهید په لېسه کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه وژلي او تر ۲۰ زیات یې ټپیان کړي دي. خو یو […]

Continue Reading

دا ماشومان د افغان او هندي ځواکونو له خوا نه دي ټپیان شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پخواني او نا اړوند انځورونه یې خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګنې دا افغان ماشومان د هندي او افغان ځواکونو د بمبار له امله ټپیان شوي دي.  د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، دا انځورونه پخواني دي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه یوه یې د یمن […]

Continue Reading

د فلسطینۍ ماشومې انځور د دشت برچي چاودنې ټپي شوې په توګه خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فلسطینۍ ماشومې یوه پخوانی انځور د کابل دشت برچې چاودنې د ټپي شوې ماشومې په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کابل سیدالشهدا ښوونځي تر برید وروسته د یوې نجلۍ انځور خپور کړی دی چې په خپل لاس کې یې په ژړغوني حالت کتاب نیولی دی. […]

Continue Reading

د عراقي ماشوم انځور د لوګر ټپي شوي ماشوم په توګه خپور شوی

د یوه عراقي مور او ماشوم پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د لوګر په چاودنه کې ټپي شوی وي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د ثور په ۱۱مه د یوه ټپي شوي ماشوم انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د لوګر په […]

Continue Reading

نادیه مومند او حیا حبیبي نه دي وژل شوې

د کب یا حوت د میاشتې په ۱۳مه د انعکاس د ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکې د نامالومو کسانو له خوا په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شوې. له دې خبر نه وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د نادیې مومند او حیا حبیبي د انعکاس ټلویزیون کارکوونکې عکسونه نشر شول، ګواکې دا چې […]

Continue Reading