
په ټولنییزو رسنیو کې د انسټاګرام یو شمېر کاروونکو د رڼو اوبو د سیند یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دا د افغانستان په پنجشیر ولایت کې موقیعت لري، په داسې حال کې دغه سیند د فیلیپین هېواد په اورینټل میندورو ولایت کې دی.
د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دې ویډیو پر سکرین لیکي: «زیبا پنجشیر».

رېښتیا څه دي؟
دا ویډیو د افغانستان د پنجشیر ولایت کوم سیند نده، بلکې دا د بونگابونګ سیند ویډیو ده، چې د فیلیپین په اورینټل میندورو ولایت کې موقعیت لري او سیلانیان د لامبا لپاره ورځي.
موږ ولې وایو، چې دا ویډیو د پنجشیر ولایت نده؟
موږ د دې ویډیو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج کې وپلټل او هلته مو د دې ځای لوکیشن او نورې ویډیو ګانې پیدا کړې، چې ښیي دا ځای په پنجشیر کې نه، بلکې په فیلیپین کې دی.
موږ دا ویډیو او د بونګابونګ سیند نورې ویډیوګانې د یو فیلیپیني په یوټیوب او ټیکټاک اکونټ کې پیدا کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ:
د بونګابونګ سیند همهغه ویډیو چې د پنچشیر له ادعا سره خپره شوې د Wakegidz په نوم فیلیپیني له یوټیوب چینل خپره شوې او تاسې یې په لاندې توګه وګورئ.
نوموړي د همدې ځای ویډیو له یوې بلې زاویې هم اخیستې چې تاسې ویډیو دلته کتلی شئ.

همدا راز Wakegidz په خپل ټیکټاک هم د دې بونګابونګ سیند او د فیلیپین د نورو سیاحتي ځایونو ویډیو ګانې خپرې کړې، چې تاسې د هغه له اکونټ څخه کتلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دا ویډیو د افغانستان د پنجشیر ولایت کوم سیند نده، بلکې دا د بونگابونګ سیند ویډیو ده، چې د فیلیپین په اورینټل میندورو ولایت کې موقعیت لري او سیلانیان د لامبا لپاره ورځي.

د رڼو اوبو دا سیند په پنجشیر کې نه دی، بلکې فیلیپین هېواد کې دی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False