
د 2026 کال مارچ په وروستیو نېټو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو د طالب او پاکستان ځواکونو ترمنځ وروستیو جګړو سره په تړاو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې طالب ځواکونو پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستاني ځواکونو ته بمونه ځای پر ځای کړي، چې له ډلې یې یو پر پاکستاني ځواکونو چاودېدلی دی. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او وایرل شوې ویډیو اصلاً بې تړاوه او پخوانۍ ده.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «ویډیو سره کپشن کې: نن تور لینګیو (پنجابیانو) غوښتل افغانستان خاورې ته له جیګې زاویې وګوري، خو زموږ اتلانو داسې تحفه ونازول».


Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري، څو کسانو باندې ځای پر خای شوي بم چاودنه کړې، پخوا 2024 کې له بېلا بېلو ادرسونو خپره شوې او د یمن لحج سیمه یاده شوې ده.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د خپرې شوې ویډیو پر څو سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
د مسبار تحقیقي چینل له رسمي ایکس پاڼې څخه د دغې ویډیو په اړه 2024 اپرېل کې یو پوسټ شوی او د دې ویډیو سره یې لیکلي دي: هغه ویډیو کلیپ چې تر پوښتنې لاندې دی، د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۳ مه خپور شوی، او ادعا کوي چې د ملي اردو لخوا د هغه وخت په صروه جبهه کې د حوثي مشر او د هغه د یو شمیر ملګرو په نښه کولو صحنه ښیي.
همدا راز د یمن یو ټولنیزو رسنیو فعال صلاح بن لغبر له خپل رسمي ایکس اکونټ څخه دغه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: کرش جبهه – د ایران ملاتړ لرونکو حوثي ملیشو د پوستو ویجاړول.
د دې تر څنګ ځینو ویبسایټونو هم د دې ویډیو په اړه راپورونه خپاره کړي، لکه د الاول ویبسایټ، + په خپل یو راپور کې لیکلي: دا ویډیو، چې د ګډو ځواکونو د یوه سرتیري لخوا ثبت شوې … نن سهار، ځای پر ځای شویو ځواکونو د لحج ولایت په شمال کې د دوی په پوستو باندې د حوثیانو یو سخت برید په شا وتمبولو.


ارشیف | +
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو چې پکې ښکاري، څو کسانو باندې ځای پر خای شوي بم چاودنه کړې، پخوا 2024 کې له بېلا بېلو ادرسونو خپره شوې او د یمن لحج سیمه یاده شوې ده.
د یمن په یوه سیمه کې د ځای پر ځای شوي بم چاودنې صحنه د ډیورنډ فرضي کرښې اړوند ناسمې ادعا سره خپره شوې ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

