په دې وروستیو کې اشرف غني د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته نه دی تللی

Partly False Politics

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د عمرې حج لپاره عربستان ته تللی دی.

خو زمونږ موندنې ښيي چې هغه په دې وروستیو کې د عمرې مراسمو لپاره عربستان ته نه دی تللی او نوموړی انځور پخوانی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د محمد اشرف غني د عمرې مراسمو پخوانی انځور بیاځلې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګواکې هغه په دې وروستیو کې د عمرې مراسمو تر سره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

د « تازه خبرونه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د اکتوبر په په ۵مه لیکلې: «اشرف غني بابا نن د بیت الله شریف عمره ادا کړه. یوې عربي سرچینې له حواله چې د بابا د اشرف غني د ضمانت ضمه واري شوې».

دا فېسبوک پست له نورو سره ۱۹۴ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه عکس د «ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه» تر سره کړه. په پایله کې مونږ د هغه د عمرې مراسمو اړوند یو پخوانی خبر ولید چې همدغه عکس پکې کارول شوی وو. دا خبر د « الوقت» وېبپاڼې له خوا په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې له همدغه عکس سره یو ځای خپور شوی دی. له دې څخه مالومیږي چې ښاغلی غني په ۱۳۹۵ کال کې د عمرې حج لپاره عربستان ته تللی وو.

دا انځور د هماغه وخت پورې اړه لري او په دې وروستیو کې ښاغلی غني د عمرې مراسمو لپاره عربستان ته نه دی تللی.

د دې خبر بشپړ لوستلو لپاره لاندې لېنک وګورئ:

الوقت وېبپاڼه/آرشیف لېنک

له بلې خوا د هغه په رسمي تویتر او یا هم فېسبوک کې په دې اړه کوم خبر نه دی خپور شوی چې ګواکې هغه دې عربستان ته تللی وي.

دلته د اشرف غني د عمرې مراسمو پخوانی وېډیو لیدلای شئ:

پایله

د اشرف غني د عمرې حج ادا کولو هغه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی، پخوانی دی. ښاغلی غني پنځه کاله وړاندې په ۱۳۹۵ کال کې د عمرې مراسمو تر سره کولو لپاره عربستان ته تللی وو. دا انځور د هماغه وخت دی. هغه په دې وروستیو کې عربستان ته نه دی تللی.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې اشرف غني د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته نه دی تللی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *