آیا په رښتیا هم اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کابل ته راغلی؟

False Politics

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو او جعلي انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راغلی دی.

زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه جعلي او پخواني دي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۹ د اشرف غني پخواني او جعلي انځورونه خپاره کړي چې ادعا کوي ګواکې کابل ته راغلی دی.

د «زرمینه محمدی» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې لیکلې: «#تازه دقیق او منل شوی خبر هیواد والو!

ولسمشر غنی نن ماسپښین 1:15 کابل ته راورسیدل ویډیو کی ولسمشر غنی سره ا.ا.ا مشران هم لیدل کیږی».

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه جعلي او پخواني دي.

لومړی انځور:

د اشرف غني لومړی انځور چې له الوتکې څخه د ښکته کېدلو پر مهال اخستل شوی، په بېلا بېلو وختونو کې له جلا جلا راپورونو سره خپور شوی دی.

دا انځور په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې د وري یا حمل په ۱۳ د ‘www.arianannews.co’ له خوا خپور شوی دی. په راپور کې راغلی چې اشرف غني د آسترالیا، سنګاپور او اندونیزیا لور ته خپل سفر پیل کړی دی.

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

دوهم انځور:

د امیرخان متقي او اشرف غني د لیدنې دا انځور جعلي دی.

دا انځور په حقیقت کې د امیرخان متقي او د ازبکستان د سفیر یادګار خواجه شادمانوف تر منځ د لیدنې پورې تړاو لري. د راپورونو له مخې دا لیدنه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د تلې په ۱۰ تر سره شوې وه. په دغه لیدنه کې د مزار شریف د هوایي ډګر او ازبکستان ته پر الوتنو باندې بحث شوی وو.

د امیرخان متقي او د ازبکستان سفیر تر منځ د لیدنې راپور کولی شئ چې دلته په «هشت صبح» ورځپاڼه کې ولولئ:

د هشت صبح راپور/آرشیف لېنک

تاسو کولی شئ چې اصلي او جعلي انځورونه دلته وګورئ:

اصلي انځور:

جعلي انځور:

له بلې خوا په تېر حکومت کې د امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب د خپل او اشرف غني یو وروستی انځور په تویتر کې خپور کړی دی. نوموړي ویلي چې کابل ته د اشرف غني د ستنېدو اوازې بې بنسټه دي. 

څه موده وړاندې د اشرف غني ورور حشمت غني له DW سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې افغانستان ته د اشرف غني د بېرته ورتګ خبرې روانې دي. نوموړي ویلي وو چې ښاغلی غني نه غواړي چې سیاسي فعالیت وکړي.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې هېواد ته د اشرف غني د راتګ اوازې حقیقت نه لري. د هغه په تړاو خپاره شوي انځورونه پخواني یا جعلي دي.

Avatar

سرلیک: آیا په رښتیا هم اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کابل ته راغلی؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *