
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکي دغه انځور د ښاغلي اشرف غني تازه انځور دی، په داسې حال کې چې یاد انځور په تېر ۲۰۲۳ کال د ښاغلي اشرف غني د ورور هشمت غني له رسمي ایکس پانې څخه خپور شوی دی. د یادوونې وړ ده، چې یوه اونۍ وړاندې هم د تولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د ښاغلي پخواني ولسمشر اشرف غني یو پخوانی انځور له ورته ادعا سره خپور کړی وو، چې فکټ کریسنډو پرې کتنه کړې او تاسې یې (دلته) لوستلی شئ.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د پخواني ولسمشر اشرف غني له دغه انځور سره لیکلي: «د ولسمشر تازه انځور ته زړونه ورکړئ.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور هم اصلاً ۲۰۲۳ کال دیسمبر میاشت کې هشمت غني، چې د ښاغلي اشرف غني ورور دی، په خپل رسمي ایکس خپور کړی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده؟
موږ د ډاکټر اشرف غني د ورور هشمت غني ایکس پاڼې ته لاړو، ځکه چې د ۲۰۲۱ کال تحول وروسته هشمت غني کله – کله د اشرف غني په اړه خبر یا انځور خپروي، نو موږ همدا انځور هم د ښاغلي هشمت غني په رسمي ایکس پاڼه کې پیدا کړ، او هم د پژواک افغان خبري اژانیس پر رسمي ایکس پیدا کړ، چې اصلاً دا انځور ان په ۲۰۲۳ کال کې خپور شوی دی، او مالومه شوه، چې یاد انځور تازه یعني د ۲۰۲۵ کال ندی، بلکې پخوانی دی.
تاسې کولی شئ، د ښاغلي اشرف غني د ورور هشمت غني هغه پوسټ چې په خپل ایکس کړی، په لاندې توګه وګورئ. هشمت غني د دې انځور سره لیکي: «نن ورځ له ښاغلي ډاکټر اشرف غني سره.»

پژواک خبري اژانس هم په خپله رسمي ایکس پاڼه ۲۰۲۳ کال کې دغه انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: «د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه انځور خپور شوی. د هغه ورور حشمت غني ورسره لیدلي.»

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده. د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني دغه انځور هم اصلاً ۲۰۲۳ کال دیسمبر میاشت کې هشمت غني، چې د ښاغلي اشرف غني ورور دی، په خپل رسمي ایکس خپور کړی دی.

د پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني ۲۰۲۳ کال انځور د تازه انځور له ادعا سره خپور شوی دی! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False