
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یوه وسله واله ډله ده، چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې فعالیت کوي او خپله پالیسۍ کې د پاکستان حکومت خلاف دریځ لری. دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شوې، ټي ټي پي په پاکستان کې د ګڼ شمېر بریدونو مسؤلیت په غاړه لري.
په دې وروستیو کې په فیسبوک کې یو انځور شریک شوی چې ادعا کوي د ټي ټي پي لخوا د ماین په وروستۍ چاودنه کې ۱۵ پاکستانیان وژل شوي دي.

خو، د فیکټ کريسينډو موندنې ښیي چې یو زوړ او غیر اړونده انځور د یوې وروستۍ ماین چاودنې غیر حقیقي ادعا په توګه، چې وایي په یاده چاودنه شاوخوا ۱۵ پاکستاني پولیس ووژل شوي دي.
حقيقت موندنه:
موږ په انټرنیټ کې د یادې موضوع اړوند لومړی کلیدي توري وپلټل او بیا موږ له شوې ادعا سره پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټول پلی کړ، چې زیات شمېر شواهد مو ترلاسه کړل، چې اصلاً دا انځور پخوانی دی.
دا انځور په حقیقت کې د ډیلي صباح په نوم یوې ورځپاڼې لخوا د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۷ مه خپور شو او د خپرې شوې مقالې له مخې دا انځور وروسته له هغه اخیستل شوی چې د وسله والو یوې ډلې د نیمه پوځي پوستې په برید کې لږترلږه اوه پاکستاني امنیتي پرسونل ووژل شول.

په پاکستان کې د مرګ ژوبلې وروستی خبر یوازې دا دی، د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه، شاوخوا ۱۱ د ډبرو سکرو کان کیندونکي د میتان ګاز په چاودنه کې ووژل شوي.
پايله:
له همدې امله له پاره څیړنې څخه دا څرګنده دو چې یو زوړ او غیر اړونده انځور د یوې وروستۍ ماین چاودنې غیر حقیقي ادعا په توګه شریک شوي.
کلیدي کلمې:
پاکستان، ټي ټي پي، د پولیسو چاودنه.

پخوانی انځور له دې ادعا سره خپور شوی، چې په پاکستان د ټي ټي پي له لوري چاودنه شوې. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading