
د ارقامو له مخې شاوخوا (۲۴۴) میلیونه امریکایي وګړي د دې هېواد ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو رایې اچولو په شرایطو برابردي.
د بېلا بېلو نظر پوښتنو په بنیاد اټکل شوی، چې دیموکرات ګوند د کاندیدې کامالا هریس او د جمهور پال ګوند د کاندید ډانلد ټرمپ ترمنځ به سیالي خورا نږدې او سخته وي.
ښکاره خبره ده، چې د امریکا ملیاردران د 2024 کال ولسمشریزو ټاکنو کې د پخوا په پرتله لوی رول لوبوي. د دوی په منځ کې درې داسې ملیاردران، چې د دوی هر یوه شتمني تر سلو میلیادو پورته ده، په ښکاره ډول د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو ملاتړ کوي.
د نړۍ په کچه د زیاتې شتمنۍ لرونکو په لیست کې تر ډېره امریکایان دي. دا چې تر ټولو زیات شتمن امریکایان څوک دي؟ د دوی له منځه د امریکا د روانو ولسمشریزو تاکنو پر مهال څوک د چا ملاتړ کوي؟ په مجموعيتوګه څو میلیاردران د ډانلډ ټرمپ او څو میلیاردران د کامالا هریس ملاتړ کوي؟ کله دا ټاکنې پای ته رسیږي؟ په دې ایکسپلینر کې ورته لنډه کتنه کوو.
درې هغه شتمن سړي، چې تر سلو میلیاردو ډېره شتمني لري او د امریکا د ټاکنو نوماندانو ښکاره ملاتړ کوي، څوک دي؟
په امریکا کې ډېر داسې زیات شتمن خلک شته، چې هغوی د نړۍ په کچه د زیاتو شتمنو خلکو په لیست کې دي، خو د دوی له منځه ایلان ماسک، بل ګیټس او مایکل بلومبرګ هغه امریکایي طبعه شتمن دي، چې له سلو میلیاردو زیاته شتمني لري.
ایلان ماسک ۲۷۰ میلیارده ډالره شتمني لري، چې له تیرو څو کلونو راهیسي د نړۍ تر ټولو شتمن کس شمېرل کیږي. هغه په ښکاره ډول په امریکا کې د روانو ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډانلډ ټرمپ ملاتړ کړی او په ځینو کمپایني غونډو کې یې ورسره ګډون هم کړی دی.

بل ګیټس ۱۶۱ میلیارده ډالره شتمني لري. نوموړی تر ډېره له ټاکنو سره زیاته لېوالتیا او اړیکې نلري، خو په دې ټاکنو کې یې د هریس ملاتړ کړی او ۵۰ میلیون ډالر یې د هغې د ملاتړ لپاره مصرف کړيدي.

مایکل بلومبرګ، چې ۱۰۶ میلیارده ډالره سرمایه یا شتمني لري، په یوه بیان کې ویلي، چې زه په ټولو مسایلو کې له کامالا هریس سره موافق نه یم، خو پرته له کوم شک او فکر ما په دې اونۍ کې کامالا هریس ته رایه ورکړه.

په مجموع کې څومره میلیاردران د ډانلد ټرمپ او څومره میلیاردران د کامالا هریس ملاتړ کوي؟
د USA TODAY یو راپور په حواله ۸۱ میلیاردران شتمن د کامالا هریس او ۵۱ میلیاردران شتمن د ډانلډ ټرمپ ملاتړي دي.
د کامالا هریس د کمپاین سرمایه د ۲۰۲۳ جنوري څخه د ۲۰۲۴ کال اکتوبر تر اخیر پورې ۹۹۸ میلیونه ډالر حساب شوي دي، په داسې حال کې چې د همدې مودې په لړ کې د ډانلډ رقم ۳۹۲ میلیونه ډالر ښودل شوی دی. (منبع)

د امریکا ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنې کله پای ته رسیږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، پهدې ټاکنو کې چې تاریخي بلل شوي رایه ورکوونکي هم په ملي کچه او هم په ۷ مهمو ایالتونو کې په دوو ډلو وېشل شوي دي. تمه ده دا ۷ ایالتونه د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې کامالا هریس او د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ ترمنځ د سیالۍ پایلې وټاکي.
ټاکل شوې چې د الاسکا او هاوايي په ګډون د امريکا په لوېديځو ايالتونو کې د رايې ورکولو لړۍ به تر نن (سه شنبه د نومبر تر ۵مې) ماښامه دوام وکړي او همدا یې وروستۍ ورځ ټاکل شوې ده.
کامالا هریس او د دغه هېواد پخواني ولسمشر ډانلد ټرمپ پرون په پنسلوانیا ایالت کې د رایې ورکوونکو د هڅولو لپاره خپل وروستي کوښښونه وکړل. (سرچینه)
که تاسې لېوالتیا لرئ، چې د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا د زیاتو شتمنو خلکو په اړه لا ډېر مالومات ولولئ، نو (دلته)، (دلته) او (دلته) کلیک وکړئ:

Title:د نړۍ تر ټولو شتمن خلک د امریکا ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د چا ملاتړ کوي؟
Fact Check By: Fact Crescendo TeamResult: Insight