
دا چې په دا وروستیو کې پاکستان یو ځل بیا په افغان خاوره هوایي بریدونه وکړل، په دې لړ کې د ۲۰۲۶ کال فبروري په 23مه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو په ځانګړې توګه یو خبري چینل په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی یو ویډیو کلیپ له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې په دې کلیپ کې افغان مېرمنو پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه ستایلي دي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او خپور شوی ویډیوي کلیپ په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرې شوې ویډیو سره غږیز تفصیل کې وایي: «افغان مېرمنو په افغانستان کې د پاکستان له لوري د ترهرګرو په نښه کولو ملاتړ کړی دی …».

Archive | + | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم ویډیو کلیپ وایرل شوی، په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی او حقیقي ندی.
موږ ولې وایو، چې دغه کلیپ حقیقي ندی او په مصنوعي ځیرکتیا جنریټ (جوړ) شوی دی؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو ویډیو کلیپ ډېر په دقت سره وکتله او همدا راز د ویډیو غږ مو هم ډېر په دقت سره واورېدلو. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې معلومه شوه چې دغه ویډیو کلیپ په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی:
تر ټولو لومړی موږ په ویډیو کې د ویډیو صحنې او په کې ښکارېدونکې مېرمنې ډېر په دقت سره وکتلې او لاندې نقطو ته په کتو دغه ویډیو ثابتوي، چې حقیقي نده.

د لومړۍ شمېرې نقطه: ښي طرف چې کومې مېرمنې څادر اغوستی، د څادر د ځوڼدي او څنډه یې نورمال حالت کې ندي. ځونډي داسې ښکاري لکه غیر له کوم تړاو د څادر له څنډو سره نښتي وي، په داسې حال کې چې د څادر ځونډي عموماً د څادر له څنډې سره وتلي وي او پیرل شوي وي.
د دویمې شمېرې نقطه: د چپ طرف مېرمنې څادر هم نورمال حالت نه ښکاروي، د کمیس او څادر بیلوالی نه معلولیږي.

همدا راز که تاسې ویډیو په دقت سره وګورئ نو له پیل څخه تر درېیمې ثانیې پورې د ښي او چپ طرف مېرمنو څېره یو ډول او له څلورمې ثانیې وروسته د دوی څېره تغیر خوري. همدا راز د ښي طرف مېرمنې خوله په درېیمه او څلورمه ثانیه کې په اتومات بڼه بې واکه حرکت کوي. چې تاسې یې د ویډیو په یاد ثانیو کې کتلی شئ.

د دې تر څنګ، موږ چې د ویډیو غږ واورېدو، نو په ویډیو کې هغه خبرې چې په پښتو ژبه شوي دي، د مصنوعي ځیرکتیا له جنریټ شویو غږونو سره یې ډېر شباهت درلودلو. موږ په عین حال د همدې ویډیو لومړۍ برخې سکریپټ یا متن ټایپ (ولیکلو) او بیا مو د ai په یو ویبسایټ غږیز کلیپ ته واړولو، لکه څه ډول چې تاسې ته پورته سکرین شاټ کې ښکاري. موږ ولېدل چې د دواړو (ویډیو او ټیسټ کوونکي جنریټ شوي ai غږ، چې له ټایپ شوي متن مو جنریټ کړ) ترمنځ ډېر شباهت موجود دی او ښکاروي، چې د ویډیو غږ حقیقي یا انساني ندی.
تاسې کولی شئ له ادعا سره د شریکې شوې ویډیو غږ (دلته) او د هغه غږ چې موږ د ټیسټ لپاره په ai له ټایپ شوي متن جنریټ کړ، (دلته) وګورئ او پلی کړئ.
همدا راز موږ دغه ویډیو کلیپ په ځینو هغو ویبسایټونو کې هم ټیسټ کړ، چې تر یوې اندازې د مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ویډیو ارزوي. هلته دغه ویبسایټ د دې ویډیو د غږ (خبرو) فیصدي 92.3 ښودله، چې ښکاروي دا خبرې په مصنوعي ځیرکتیا جنریټ شوې دي. تاسې یې هم په لاندې انځور کې کتلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم ویډیو کلیپ وایرل شوی، په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی او حقیقي ندی.
افغان مېرمنو ته منسوب ویډیو کلیپ، چې په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی، له غولوونکې ادعا سره خپور شوی. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

