په ai جوړ شوی انځور؛ له دې ادعا سره خپور شوی، چې ګواکې دا اوسنی کابل دی.

False National

د ۲۰۲۶ کال پیل سره د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د یو انځور په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې دا اوسنی کابل دی. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی دی. 

دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «دا هم نننۍ کابل دی، خدای دې له بدو سترګو ساتې.».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. وایرل شوی انځور اصلاً د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوی او حقیقت نلري.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده او وایرل شوی انځور په ai جوړ شوی دی؟ 

موږ لومړی خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو، چې په انځور کې زیاتې تېروتنې په سترګو شوې. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده.

په وایرل شوي انځور کې په مسلسل شکل له 1 تر 5 شمېرو پورې موږ تېروتنې په نښه کړي، چې وضاحت یې په لاندې توګه دی او تاسې کولی شئ دغه انځور لا هم په دقت سره وګورئ او نورې تېروتنې هم پکې ومومئ. د دې تېروتنو مانا دا ده، چې دغه انځور حقیقي ندی او د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته جوړ شوی، چې یاد اشتباهات پکې شته دی. 

1: په انځور کې د پُل پر سر ټرافیکي اشارې ښکاري، چې درې واړه لایټونه (سور، شین او زیړ) یې روښانه دي. نه هم د پل پر سر د اشارو نسبول نورمال وي او نه هم په یو وخت کې د درې واړو اشارو روښانه کېدل.

2: د سرکونو په منځ کې یو کوڅې ته ورته بل سړک ښکاري او دوه موټرونه پکې د تګ په حالت کې مالومیږي. دغه کوڅې ته ورته سړک اصلاً بند دی نو پوښتنه دا ده، چې دا موټرونه له کومه راغلل دلته؟

3: په درېیمه شماره کې تاسې ویني یو شین موټر را راوان دي، په داسې حال کې چې په همدې طرف بیا نور دوه سپین موټرونه له دې خوا ور روان دي.

4: څلورمه شماره کې تاسې بیا وینئ، چې هم سره اشاره روښانه ده او هم شنه روښانه ده. دا په دې مانا چې د مصنوعي ځیرکتیا تېروتنه ده. 

5: پنځمه شماره کې تاسې ګورئ، چې دوه موټرونه له دې خوا په سړک روان دي، په داسې حال کې چې پر سړک چاپ شوې نښې یا غشي د تګ خلاف خوا ته رسم شوي دي. 

نو دې ټولو تېروتنو ته په کتو موږ ویلای شو، چې دا انځور حقیقي ندی او په مصنوعي ځیرکتیا د یو خیال د پرامټ په ورکولو سره جوړ شوی دی. 

ارشیف

د دې تر څنګ موږ ځیني پوسټونه داسې هم پیدا کړل، چې دغه انځور یې خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې په 2027 کال کې کابل به داسې وي. د دې مانا دا ده، چې دا انځور حقیقي ندی او یو خیال ته د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د انځور بڼه ورکړل شوې ده. 

د بېلګې په توګه (Mohammad Safi) د فیسبوک کاروونکي له خپل اکونټ څخه دا انځور پوسټ کړی او ورسره یې لیکلي: کابل کوټي سنګي راتلونکی ۲۰۲۷ کال کې.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. وایرل شوی انځور اصلاً د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوی او حقیقت نلري.

Avatar

په ai جوړ شوی انځور؛ له دې ادعا سره خپور شوی، چې ګواکې دا اوسنی کابل دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *