بې تړاوه او په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی انځور د کندهار په مرکز د تازه ډرون له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. 

False National

دا چې په دا وروستیو کې پاکستان یو ځل بیا په افغان خاوره هوایي بریدونه وکړل په دې لړ کې د ۲۰۲۶ کال فبروري په 24مه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو یو په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی انځور او یو پخوانی بې تړاوه انځور له دې ادعا سره خپاره کړي دي، چې ګواکې تازه په کندهار مرکز کې نامعلوم ډورن شوی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او له ادعا سره دوه انځورونه یو یې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی او بل یې پخوانی او بې تړاوه دی.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرو شویو انځورنو سره لیکلي دي: «تازه خبر؛ شيبه وړاندې کندهار مرکز باندې، نامعلوم ډرون.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم دوه انځورونه خپاره شوي دي، یو یې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی او بل یې پخوانی او بې تړاوه دی.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو انځورونه په دقت سره وکتل او همدا راز ګوګل ایمیج لټون مو هم پرې پلی کړ. موږ د دواړه (لومړي او دویم) انځورونو سپړنه په لاندې توګه تاسې ته وړاندې کوو:

لومړی انځور: په لومړي انځور موږ ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې اصلاً دغه انځور د یوې امریکایي ډرون (General Atomics MQ-9 Reaper) نومې الوتکې، چې همدا انځور ان 2012 کې هم له یو شمېر راپورونو سره خپور شوی دی. 

ارشیف

دویم انځور: دویم انځور موږ په دقت سره وکتلو او ومولېدل چې په انځور د جیمنای مصنوعي ځیرکتیا لوګو یا ایکن ښکاري. تاسې کولی شئ په لاندې توګه وګورئ، چې دا په دې مانا چې دغه انځور اصلاً په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه جیمنای بانې جوړ شوی دی. ځکه کله چې د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله کوم انځور جنریټ شي، معمولاً‌ په انځور د جمینای لوګو راځي. 

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم دوه انځورونه خپاره شوي دي، یو یې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی او بل یې پخوانی او بې تړاوه دی.

Avatar

بې تړاوه او په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی انځور د کندهار په مرکز د تازه ډرون له ناسمې ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *