
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیز له قوله ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د صادراتو کچه یوازې په دوو ورځو کې له یوه ملیارد ډالرو څخه اوښتی دی.
خو زمونږ موندنې ښيي چې د صادراتو کچه په دوو ورځو کې تر دې اندازې پورې نه دی رسېدلی بلکې ښاغلي عزیز ویلي چې دا مقدار د یوه کال صادراتو پورې اړه لري.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د چارسمبالي نورالدین عزیز له قوله د روان میلادي کال د ډسمبر په ۲۷مه ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د صادراتو کچه یوازې په دوو ورځو کې له یو ملیارد ډالرو څخه زیات شوی دی.
تاسو کولای شئ چې لاندې فېسبوک پسټ وګورئ:

په یو فېسبوک ګروپ کې هم ورته پسټ شوی دی.

حقیقت موندنه
مونږ په دې اړه د ګوګل کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالی ښاغلی نورالدین عزیز ویلي چې د افغانستان د صادراتو کچه یوازې په روان کال کې له یو ملیارد ډالرو څخه اوښتی دی.
ښاغلی عزیز دا نه دي ویلي چې ګواکې یوازې په دوو ورځو کې دې د صادراتو کچه تر دې اندازې پورې رسیدلې وي.
په دې اړه کولای شئ چې د آریانا نیوز او شمشاد تلویزیون لاندې راپورونه ولولئ:

په دې اړه شمشاد هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله لاندې راپور خپور کړی دی.

شمشاد تلویزیون راپور/آرشیف لېنک
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه مالومه شوه چې د افغانستان د صادراتو کچه یوازې په دوو ورځو کې له یو ملیارد ډالرو څخه نه دی اوښتی. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې یوازې په یو کال کې د افغانستان د صادراتو کچه تر دې اندازې پورې رسېدلې ده، نه په دوو ورځو کې.

سرلیک: ایا د افغانستان صادرات یوازې په دوو ورځو کې تر یو ملیارد ډالرو اوښتی؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False