
د څېړنو او راپورونو له مخې ویلای شو، چې افغانستان او پاکستان د تاریخ په اوږدو کې تر ډېره دوستانه اړیکې ندي جوړې کړي او علتونه یې څېړونکو دا ښودلي، چې پاکستان زیات وخت د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې د لاس وهنې هڅه کړې.
د پاکستان تمه دا وه، چې د طالبانو د دویم رژیم په راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېرې نږدې او د دوستانه اړیکو فضا رامنځته شي؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکیچونه ښیي چې لا هم د پاکستان او افغانستان اړیکي له یو بل سره ترینګلې دي.
تازه د روانې دیسمبر میاشتې په ۲۴مه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان کابل کې د طالبانو (اسلامي امارت) له بېلا – بېلو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو پر حل خبرې کړې دي.
خو په همدې ورځ د پاکستان جیټ الوتکو د افغانستان پکتیا ولایت برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه کړي. له یو لوري کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر او له بل لوري پکتیا کې د پاکستاني جیټ الوتکو هوایي بریدونو د دواړو هېواونو ترمنځ د اړیکو پیچلتیا څرګندوي.
پوښتنې دا پیدا کیږي، چې ولې د پاکستان او افغانستان اړیکي ډېری وخت ترینګلي حالت کې وي؟ د پکتیا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوایي برید ته سیاسي غبرګونونه څه دي؟ د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د مداخلې هڅه په څه مانا ده؟ پاکستان په افغانستان کې د څه ډول او کوم حکومت ملاتړی دی؟ ایا په افغانستان کې د طالبانو دویم ځلي راتګ سره د پاکستان هیلې پوره شوې؟ … دا او نوې مهمې پوښتنې د فکټ کریسنډو په دغه ایکسپلینر کې ځواب شوي دي، چې تاسې یې لوستلو ته رابولو!
د طالبانو او پاکستان د اړیکو وروستی څرنګوالی:
د روان کال ۲۰۲۴ دیسمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان کابل ته سفر وکړ او هلته یې د اسلامي امارت د کورنیو چارو او بهرنیو چارو سرپرست وزیرانو په شمول له بېلابېلو نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو پر حل خبرې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت رسمي ویبپاڼې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره وکتل. اعلامیې زیاته کړې، ې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم په خپله ایکس پانه له سراج الدین حقاني سره د لېدنې انځورونه خپاره کړي دي او د دوه اړخیزو اړیکو د رغون په اړه یې ویليدي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دې تر څنګ د اسلامي امارت (طالبانو) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره هم لېدنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي محمد صادق سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د پاکستان له حکومت سره مثبتو اړیکو ته لېواله دی او په خیره یې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همغږۍ په زیاتېدو سره سوداګریزه او ټرانزیټي راکړه – ورکړه هم پراخوالی مومندلی شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي وروستي سفر سره همهاله څه پېښ شول؟
که څه هم له یوه پلوه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي کابل ته سفر وکړ او هلته یې د اسلامي امارات (طالبانو) مهمو چارواکو سره ګرمې لېدنې وکړې، خو له بل پلوه په همدې ورځ داسې راپورونه ورکړل شول، چې د پاکستان جیټ الوتکو د افغانستان په پکتیا ولایت برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه کړي او هلته یې د ځینو میشتو وزیرستاني کډوالو په ګډون ښځې او ماشومان وژلي.
د اړیکو لپاره لېدنې او بل لور هوایي بریدونه د دواړو هېوادونو په پیچلو اړیکو دلالت کوي. دې هوايي بریدونو په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا ډول یو اړخیزه کړنې کولای شي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکیچ د کمولو هڅې زیانمنې کړي او د اړیکو د ترینګلتیا یو بل پړاو پرانیزي.
په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني جیټ الوتکو بریدونو په ځواب کې د طالبانو (اسلامي امارات) دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب ویلي، د پاکستان هوایي برید بې ځوابه نه پرېږدي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت به دا برید بې ځوابه پرې نږدي او له خپل حریمه دفاع خپل “مسلم حق” بولي.
د پکتیا په برمل ولسوالي کې د پاکستان هوایي بریدونو ته سیاسي غبرګونونه څه دي؟
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، ښکاري چې پاکستاني جېټ الوتکو نن شپه (سې شنبه) د پکتیکا په برمل ولسوالۍ بمبار کړی دی. خلیلزاد ویلي، دواړه خواوې باید د کړکېچ زیاتولو پر ځای د یو بل پر وړاندې د افرادو او ډلو له لوري د خپلې خاورې د کارونې او امنیتي ګواښونو پېښولو پر مخنیوي هوکړه وکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتیکا ولایت کې د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د افغانستان په قلمرو ښکاره تېری بللی دی. پخوانيولسمشر حامد کرزي چهارشنبه د روانې دیسمبر میاشتې په ۲۵مه، په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان تل د افغانستان د کمزوزي کولو هڅه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان رول ویجاړونکی.
پاکستان ولې د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅه کوي او علتونه یې څه دي؟
د VOA پښتو څانګې یو ځانګړي راپور کې راغلي، چې څیړونکي وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو اړیکو عمومي علتونه دا دي، چې پاکستان همیشه په افغانستان کښې خپل د خوښې حکومت جوړولو په هڅه کې دی. د پاکستان سیاسي اړیکې د مجاهدینو او همداشان په کال ۱۹۹۶ کښې د طالبانو د لومړي رژیم سره خورا ډیرې دوستانه وې. خو کله چې په کال ۲۰۰۱ کښې د طالبانو رژیم هم نسکور شو، نو له هغې وروسته د افغانستان نوي حکومت (جمهوریت) سره د پاکستان سیاسي اړیکې په لومړیو کښې ښې او بیا وروسته هغه ډول نه وې.
اوس د طالبانو د دویم رژیم او د پاکستان دوستانه کوم حالت کې ده؟څېړنې او راپورونه ښیي، چې پاکستان هغه ډول چې تمه یې درلوده د طالبانو پر بهرني او کورني سیاست نفوذ نلري. د پاکستان تمه دا وه، چې د طالبانو د دویم ځلي راتګ سره ممکن د پاکستان نفوذ د افغانستان پر بهرني او کورني سیاست په لوړه کچه ووسي، خو هغه ډول چې پاکستان تمه لرله، په عمل کې نه ښکاري.

د پاکستان – افغانستان اړیکو جوړولو نوې هڅې؛ خو همهاله پکتیا برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوایي برید د اړیکو پیچلی حالت څرګندوي! : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Insight