
د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د افغان کرېکټ لوبغاړي عبدالله احمدزي یو انځور له دې ادعا سره خپور کړې، ګني د غربت له امله عبدالله احمدزي زاړه یا هم شکېدلي بوټان په پخو کړي دي. په خپور شوي انځور کې ښکاري چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، پاکستان او UAE کرېکټ لوبډلو ترمنځ د تېرې درې اړخیزه لوبلړۍ پر مهال عبدالله احمدزی په میدان کې ولاړ وي او د یو بوټ څوکې برخه یې غوڅه یا شکېدلې وي. د دې لپاره، چې رېښتیا څه دي؟ او ایا د عبدالله احمدزي بوټان رېښتیا هم د غربت له امله شکېدلي دي، او که نه د کرېکټ لپاره داسې بوټان په نورمال شکل استعمالیږي، د فکټ کریسنډو دا څېړنه درسره ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې او دروغ ده. د افغان کرېکټ لوبغاړي عبدالله احمدزي بوټ له غربت څخه شکېدلی ندی، بلکې په کرېکټ کې اکثره تېز توپ اچوونکي د بوټانو مخې برخه ځکه غوڅوي، چې د منډې پر مهال یې د پخې غټه ګوته زخمي نشي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې او دروغ ده؟
موږ په دې اړه پلټنه وکړه، چې ولې د کرېکټ تېز توپ اچوونکي لوبغاړي د بوټانو د مخې برخه غوڅوي. همدا راز موږ په انلاین بازار کې د خرڅلاو داسې بوټونه هم پیدا کړل، چې په ځانکړې توګه د تېز توپ اچوونکو لپاره جوړ دي او د مخې برخه یې غوڅه وي.
په customcricketshoes.com ویبسایټ کې تاسې کتلی شئ، چې دغه ډول بوټان، چې د مخې یوه برخه یې غوڅه وي، د خرڅلاو په موخه موجود دي. دا په دې مانا، چې د کرېکټ تېز توپ اچوونکو لوبغاړو لپاره په بوټ کې دا ډول سوری یو ضرورت دی، نه چې د غربت له امله وي.

همدا راز Jofra Archer چې یو تېز توپ اچوونکی کرېکټ لوبغاړی دی، په یوه ویډیو کې د بوټانو د مخې برخه غوڅولو په اړه وایي، چې دا کار په دې خاطر کوي، تر څو د منډې پر مهال یې د پخې د غټې ګوتې زیانمنیدو مخه ونیول شي.
د دې تر څنګ د پاکستان کرېکت ملي او مشهور پخوانی تېز توپ اچوونکی لوبغاړي یو انځور، چې ګیټي ایمیج خپور کړی، هم (د غوڅ شوي بوټ) سره بوخت ښکاري، چې تاسې یې انځور او کپشن په اندې توګه کتلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو کتنې وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا غولوونکې او دروغ ده. د افغان کرېکټ لوبغاړي عبدالله احمدزي بوټ له غربت څخه شکېدلی ندی، بلکې په کرېکټ کې اکثره تېز توپ اچوونکي د بوټانو مخې برخه ځکه غوڅوي، چې د منډې پر مهال یې د پخې غټه ګوته زخمي نشي.

ایا د عبدالله احمدزي بوټان رېښتیا هم له غربته شکېدلي دي؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading