
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د تېرې اکتوبر میاشتې په بېلا بېلو نیټو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې ډرون افغانستان جوړه کړې او د کابل په فضا کې ګرځي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه ویډیو د یوې امریکایي ډرون (MQ-9 Reaper) ده، نه د کومې افغان ډرون.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له یادې ویډیو سره لیکلي: «د افغانستان بې پيلوټه الوتکې چې اوسمهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې زموږ د فضا ساتنه کوي.»

Archive | + video | Facebook Post
Archive | + video | Facebook Post
Archive | + video | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. دا ویډیو د کومې افغان ډرون الوتکې نده، بلکې په ویډیو کې دغه الوتکه امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون ده.
موږ ولې وایو، چې دا ویډیو د کومې افغان ډرون الوتکې نده؟
موږ د خپرې شوې ویډیو پر څو منظم سکرین شاټونو د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دا الوتکه امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون ده. موږ همدا راز په ویډیو کې د دې الوتکې نښو ته په دقت سره وکتل، چې په حقیقت کې دغه نښې د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې سره مشابه دي.

د US Military Power پر رسمي یوټیوب چینل د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې ویډیو شته، چې تاسې کولی شئ د هغې نښې له ادعا شوې الوتکې سره مقایسه کړئ.

د dvidshub ویبپاڼې هم د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې انځور او تفصیل خپور کړی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.

د دې ترڅنګ په خبري ویبپاڼو لکه په NBC کې هم موږ د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې اړوند خبر پیدا کړ. یاد خبري چینل د د امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون الوتکې یو انځور له راپور سره خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي دي: A U.S. Air Force MQ-9 Reaper, ….

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دا ویډیو د کومې افغان ډرون الوتکې نده، بلکې په ویډیو کې دغه الوتکه امریکایي MQ-9 Reaper ماډل ډرون ده.
د (US MQ-9 Reaper) ډرون ویډیو له دې ادعا سره خپره شوې، چې ګواکې دا افغان ډرون الوتکه ده. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

