په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس خپور شوی چې ادعا کوي په کابل کې د میرویس حقاني په نوم یوه کس پر يوې ښځې جنسي تېری کړی دی.

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

د فیسبوک په یوه پوسټ کې ادعا شوې چې په کابل کې د میرویس حقاني په نوم یوه کس پر یوې ښځې جنسي تیری کړی دی.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې دا وېډیو تمثیلي بڼه لري چې څو کاله پخوا په یوټیوب کې خپره شوې وه.

د حقیقت معاینه

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوي عکس تر شا حقیقت موندلو لپاره، موږ پر نوموړي عکس د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. زمونږ د پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دا عکس د یوټیوب له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د هغو ملایانو په اړه تمثیلي ډرامه وړاندې کړې چې د تغویذ په پلمه له ښځو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي.

په وېډیو کې یو هلک لونګۍ اغوستې او ځان یې د ملایانو په بڼه جوړ کړی دی.

دا وېډیو د «کربلایی مدیا» یوټیوب چینل کې خپره شوې ده. په وېډیو کې د ډرامې لوبغاړي په دري او هزاره ګي لهجه خبرې کوي.

ټوېټر لینک آرشيف لینک

له همدې امله دا روښانه ده چې پخوانی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ګمراه کولو لپاره شریک شوی دی. شریک شوي عکس په کابل کې شوې کومې داسې وروستي پیښې تړاو نه لري لکه څنګه چې پر فېسبوک پوسټ ادعا شوې ده.

پایله

نو له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پسټ ادعا په تړاو پخوانی او غیر اړوند عکس شريک شوی دی. دا عکس له یوې تمثیلي وېډیو څخه اخستل شوی دی. دا وېډیو د کوم ملا پورې تړاو نه لري خو د وېډیو پیغام د ملایانو په اړه دی.

Avatar

سرلیک: په کابل کې د یوې ښځې د جنسي تیري په ادعا سره سکریپټ شوي ویډیو څخه یو سکرین شاټ عکس شریک شو.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading