ایا دې کوچني ماشوم رېښتیا خپله مور یو نیم کال وروسته په لومړي ځل ولېده او تر دې وړاندې یې سترګو هیڅ دید نشو کولی؟

National Partly False

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونک, د کوچني ماشوم یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دغه کوچني ماشوم له یو نیم کال وروسته په لومړي ځل خپله مور ولېده او تر دې وړاندې یې سترګو هیڅ کار نه کولو. 

په ویډیو کې ښکاري، چې یو کوچني ښکلي ماشوم ته خپل مور – پلار عینکې ور په سترګو کوي او ماشوم په موسکا سره خوشالي څرګندوي. 

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه ویډیو سره داسې ادعا کړې: «دا ماشوم له 1.5 کلونو وروسته خپله مور د لومړي ځل لپاره پخپلو سترګو ګوري کوم چي پخوا يي سترګي هيڅ ديد نه کاوه».

خو دا چې ایا دې کوچني ماشوم رېښتیا هم خپله مور یو نیم کال وروسته په لومړي ځل ولېده او تر دې وړاندې یې سترګو هیڅ دید نشو کولی؟، د فکت کریسنډو په دې څېړنه کې یې ځواب او حقیقت ولولئ!

تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه د بېلګو په توګه په لاندې لینکونو یا (ارشیف) کې وګورئ:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

په ویډیو کې دغه شاخوا یو نیم کلن کوچنی ماشوم لیام فریدریک نومیږي، چې اصلاً د سترګو د ښه دید په موخه یې مور (سټیفني مازون-مایر) د ۲۰۲۴ کال وروستیو کې عینکې ور په سترګو کړې او د دې صحنې ویډیو یې ریکارډ او پر خپل انسټاګرام خپره کړه. دا ویډیو ډېره وایرل شوه چې ان په بېلا بیلو ټولنیزو شبکو کې تر سلو میلیونه ډیرو خلکو کتلې.

خو په حقیقت کې د نوموړي کوچني ماشوم سترګو تر دې وړاندې هم دید یا لېدل کولی شول او د عینکو په سترګو کولو صحنه کې نوموړی د لا ښه یا روښانه دید له امله خوشالي څرګندوي، نه چې تر دې مخکې یې بیخي سترګو کار نه کولو.

موږ ولې وایو، چې د یاد کوچني ماشوم په اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا ناسمه ده؟

موږ د تېر په څېر د ویډیو څخه یو منظم سکرین شاټ واخیستو او ګوګل ایمیج لټون مو پرې پلی کړ. موږ ته زیات شواهد او د معتبرو رسنیو سټوریانې په لاس راغلې او ثابته شوه، چې د دې ماشوم په اړه د ټولینزو رسنیو  یو شمېر کاروونکو وایرل شوې ادعا ناسمه ده.

د FaithPot.com په نوم ویبپاڼې د دې ماشوم په اړه تفصیلي کېسه له خپل سایټ څخه خپره کړې او عنوان کې یې لیکل شوی: د د لا روښانه لېدلو له امله د ماشوم بې قیمته عکس العمل (د خوشالۍ څرګندتیا) د میلیونونو خلکو زړه لمس کړ!

دا په دې مانا، چې د نوموړي ماشوم سترګو پخوا هم کار کولو خو د عینکو په سترګو کولو سره یې نظر یا دید لا ډېر روښانه شو.

د لیام فریدریک په اړه ټوله کېسه (دلته) ولوئ!

ارشیف

موږ د لیام فریدریک کوچني ماشوم د مور (سټیفني مازون-مایر)  انسټاګرام اکونټ هم وموندلو، چې هلته تاسې کولی شئ د دې کوچني ماشوم بېلا بېلا ریلونه او په اړه یې ښکلي ښکلي پوسټه مشاهده یې کړئ.

د arc seattle په نوم یو ټلویزیون د دې ماشوم په اړه یوه خپرونه ثبت کړې او تاسې یې کولی شئ چې په لاندې توګه یې وګورئ.

ارشیف

فاکس نیوز چې یو مشهور نیوز چینل دی هم د دې ماشوم په اړه داسې ویلي: د لومړي ځل لپاره د نړۍ په روښانه توګه لیدلو له امله د ماشوم زړه راښکونکی غبرګون!

دا په دې مانا چې د نوموړي نظر یا دید د عینکو په سترګو کولو سره لا بهتر شو، نه چې تر دې وړاندې یې بیخي سرګو کار نه کولو.

ارشیف

تاسې کولی شئ د Action News 5 یوټیوپ له لارې هم د نوموړي ویدیو او کپشن ننداره کړئ:

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله،چې په حقیقت کې د نوموړي کوچني ماشوم سترګو تر دې وړاندې هم دید یا لېدل کولی شول او د عینکو په سترګو کولو صحنه کې نوموړی د لا ښه دید له امله خوشالي څرګندوي، نه چې تر دې مخکې یې بیخي سترګو کار نه کولو. 

Avatar

ایا دې کوچني ماشوم رېښتیا خپله مور یو نیم کال وروسته په لومړي ځل ولېده او تر دې وړاندې یې سترګو هیڅ دید نشو کولی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله:Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *