
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د ډونالډ ټرمپ هغه ویډیو خپره کړې، چې نوموړی پکې د وینا پر مهال د یوه لاریون کوونکي له خوا ګواښ سره مخ شوی وو او بیرته سمدستي ورته ځانګړي امنیتي ځواکونه څنګ ته راغلي وه.
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک زرګونه کاروونکو دغه ویډیو شیر کړې او ادعا یې کړې چې ګني ډونالډ ټرمپ د الله اکبر د نعرې په اورېدو سره ډار شوی دی.
دا چې حقیقت څه دی؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولو!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
Archive | + | Facebook Post
رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او دغلته د الله اکبر نعره نده ویل شوې. په حقیقت کې دغه مهال ډونالډ ټرمپ د امریکا په اوهایو ایالت کې غونډې ته وینا کوله، چې یو لاریون کوونکي سټیج ته د ورتګ هڅه کړې وه او په دې سره د ټرمپ ځانګړو ځواکونو ځای ته ځان ورسولو.
د یادوولو ده، چې دغه پېښه په ۲۰۱۶ کال کې رامنځته شوې وه.
موږ ولې وایو، چې د ټرمپ دغې وینا پر مهال د الله اکبر نعره نده ویل شوې؟
موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې هلته مو د هغې غونډې بشپړې ویډیو کانې وموندلې، چې دونالډ ټرمپ دغه وخت یعني ۲۰۱۶ کې وینا کړې او ذکر شوې پېښه رامنځته شوې وه.
موږ چې ویډیو ګانې او راپورونه ولوستل نو حقیقت دا وو، چې هلته د الله اکبر هیڅ نعره نده ویل شوې، بلکې یو لاریون کوونکي د غونډې نظم خراب کړی وو.
سي این این د همدغې غونډې همدې مهال ویډیو خپره کړې او په دیسکریپشن کې یې ورسره لیکلي: د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ نوماند ډونالډ ټرمپ د اوهایو په یوه غونډه کې د یوه لاریون کوونکي له خوا د ویرولو وروسته د امنیتي ځواکونو ځای ته ورساوه.
تاسې کولی شئ لاندې ویدیو وګورئ او واورئ.
د ټیلیګراف یوټیوب چینل هم د دغې ویډیو عنون داسې لیکلی: لاریون کوونکي هڅه وکړه، چې د ډونالډ ټرمپ په غونډه کې سټیج ته ځان ورسوي.
د abc نیوز ایکس پانې هم دغه ویډیو خپره کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ:
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او دغلته د الله اکبر نعره نده ویل شوې. په حقیقت کې دغه مهال ډونالډ ټرمپ د امریکا په اوهایو ایالت کې غونډې ته وینا کوله، چې یو لاریون کوونکي سټیج ته د ورتګ هڅه کړې وه او په دې سره د ټرمپ ځانګړو ځواکونو ځای ته ځان ورسولو.
د یادوولو ده، چې دغه پېښه په ۲۰۱۶ کال کې رامنځته شوې وه.

ایا د ډونالډ ټرمپ د وینا پر مهال رېښتیا د الله اکبر نعره وشوه او هغه یې وډار کړ؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False