په ټولنیزو رسنیو کې د رومیانو په اړه افواهات دروغ دي؛ ماران رومیان نه خوري!

False International

په ټولنیزو رسنیو کې د روميانو (ټماټرو) انځورونه خپریږي، چې دوه څنګ په څنګ سوري پکې لېدل کیږي. له دې انځورونو سره د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګنې په رومیانو کې دا سوري د مار د چیچلو یا خوړولو له امله دي. دوی په خپلو پوسټونو کې ویلي، چې که تاسې دا ډول رومي بانجان ولېدل نو له خوړولو یې ډډه وکړئ.

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو د رومي بانجانو دا ډول انځورونو سره داسې لیکلي: «کله چې تاسو داسې ټماټر ووینئ، نو له خوړلو څخه یې ډډه وکړئ»، چې تاسې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه د بېلګې په توګه په لاندې ډول کتلی شئ:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د رومي بانجانو په اړه دا ډول افواهات اصلاً له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسي په مصر کې پیل شوي وه، چې یو غږیز پیغام او د رومي بانجانو یو انځور لاس په لاس کېدو. څو ورځې وروسته بیا د مصر د زراعت مسوولینو او پوهانو د رومي بانجانو په اړه خپاره شوي افواهات رد کړل او د هغوی په خبره چې مار هیڅکله رومي بانجان نه خوري او په وټسپونو او نورو ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي افواهات دروغ دي او دغه سوري، چې په رومیانو کې وي، نو دا د نورو حشراتو له امله وي.

موږ ولې وایو، چې د رومي بانجانو په اړه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو پوسټونه دروغ دي؟

وروسته له هغې چې په مصر کې د رومي بانجانو په اړه دغه افواهات خپاره شول او وروسته پرې عربي او مصري رسنیو راپورونه خپاره کړل، نو هلته په څرګند ډول د زراعت پوهانو او مسوولینو لخوا خپاره شوي افواهات رد کړل.

د EGYPT INDEPENDENCE ویبپاڼې په همدې اړه خپل راپور کې لیکي، مسوولینو هغه افواهات رد کړل، چې ګواکې په رومي بانجانو کې سوروي د مار خوړولو له امله دي.

د تحیا مصر وبیپاڼې هم له همدې انځور سره د زراعت پوهانو له قوله لیکلي، چې مار رومي بانجان نه خوري او خپرې شوې ادعا او افواهات دروغ دي.

همدا راز د القاهر ویبپاڼې په راپور کې هم د روميانو په اړه دغه افواهات د مسوولینو او زراعت پوهانو له قوله رد شوي دي.

پایله: د رومي بانجانو په اړه دا ډول افواهات اصلاً له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسي په مصر کې پیل شوي وه، چې یو غږیز پیغام او د رومي بانجانو یو انځور لاس په لاس کېدو. څو ورځې وروسته بیا د مصر د زراعت مسوولینو او پوهانو د رومي بانجانو په اړه خپاره شوي افواهات رد کړل او د هغوی په خبره چې مار هیڅکله رومي بانجان نه خوري او په وټسپونو او نورو ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي افواهات دروغ دي. 

د رزاعت پوهانو په خبره، چې مار رومیان نه خوري او دغه سوري، چې په رومیانو کې وي، نو دا د نورو حشراتو له امله وي.

Avatar

په ټولنیزو رسنیو کې د رومیانو په اړه افواهات دروغ دي؛ ماران رومیان نه خوري!: TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *