
له تېرو څو ورځو راهیسي، کله چې د ایران لخوا پر اسرائیلو د بریدونو راپورونه ورکړل شول، اوس تازه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکي پخواني انځورونه او ویډیو ګانې له ځینو ناسمو ادعاوو سره خپروي. په دې لړ کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دا د اسرائیلو په تل أبیب ښار کې اوسنی حالت دی. په ویډیو کې ښکاري، چې یوه لوړه ودانۍ د اور لمبو او لوخړو کې سوځي؛ خو په حقیقت کې دغه اور لګېدنه په تل أبیب کې نه، بلکې د چین په چانګشا ښار کې رامنځته شوې وه.
د یادوونې وړ ده، چې په چانګشا کې د اور لګېدنې دغه پېښه د ۲۰۲۲ کال سپټمبر کې د (Telecom Building) نومي ودانۍ کې رامنځته شوې وه.
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره لیکلي: «تازه تل أبیب…».
د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو د اور لګېدنې یاده ویډیو د «تازه تل أبیب…» تر عنوان لاندې په داسې حال کې پوسټ کړې، چې تازه د روانې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه ایران پر اسرائیلو ګڼ شمېر بالسیتیک مزاییل توغولي وه.
تاسې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوسټونه په لاندې توګه کتلی شئ:



په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، هغه وداني چې په ویډیو کې ښکاري د اور لمبو او لوخړو کې سوځي، په اسرائیلو تل أبیب ښار کې نده، بلکې دا د چین په چانګشا ښار کې موقیعت لري او د اور لګېدنې دغه پېښه پکې د ۲۰۲۲ کال سپټمبر میاشت کې رامنځته شوې وه.
د حقېقت څېړنه:
موږ لومړی د تل أبیب وروستیو پېښو اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا موږ د وایرل شوې ویډیو یو منظم سکرین شاټ (تمبنل) په ګول ایمیج کې سرچ کړ. په پایله کې موږ وموندله، چې وایرل شوې ویډیو د بېلا بېلو خبري رسنیو له لوري په ۲۰۲۲ کال سپټمبر میاشت کې خپره شوې ده، چې د یادو رسنیو د راپورونو له مخې اور د چین په چانګشا ښار کې یوه لوړه ودانۍ کې لګېدلی وو.
د South China Morning Post ورځپاڼې د همدې ودانۍ د اور لګېدنې راپور کې لیکلي: «د چین په مرکزي ښار چنګشا کې ۴۲ پوړیزه لوړې ودانۍ (Telecom Building) اور اخیستی دی. شاوخوا ۲۸۰ اور وژونکي د دې اور د مهارولو لپاره…».

بي بي سي د دې اور لګېدنې سره عنوان کې لیکلي: «چین کې اور: لوړه ودانۍ د اور په پراخو لمبو کې سوځي…».

همدا راز کولی شئ د TODAYonline یوټیوب چېنل کې دغه ویډیو وګورئ:

د دې تر څنګ د ایران له لوري پر اسرائیلو د وروستي برید په اړه د فکټ کریسنډو د نورو موندنو د لوستلو لپاره (دلته) کلیک وکړئ.
پایله:
هغه وداني چې په ویډیو کې ښکاري د اور لمبو او لوخړو کې سوځي، په اسرائیلو تل أبیب ښار کې نده، بلکې دا د چین په مرکزي ښار چنګشا کې موقیعت لري، چې د (Telecom Building) په نوم یادیږي او د اور لګېدنې دغه پېښه پکې د ۲۰۲۲ کال سپټمبر میاشت کې رامنځته شوې وه.
د فکټ کریسنډو دغې سټوري ټول مواد او سکرین شاټونه (دلته) پیدا کولی شئ.