د روانې اکتوبر له لومړۍ ورځې راهیسي، چې کله د ایران لخوا پر اسرائیلو د بریدونو راپورونه ورکړل شول او لا هم د ایران او اسراییلو ترمنځ دغه شخړه جریان لري، اوس تازه د ټولنیزو رسنیو (ایکس) یو ګڼ شمېر کاروونکو له لوري د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوه پخوانۍ ویډیو له دې ادعا سره نشر شوې، چې ګواکې نتانیاهو د ایران د بریدونو له وېرې منډې وهیي او یو امن ځای ته ځان رسول غواړي؛ په داسې حال کې چې وایرل شوې ویډیو درې کاله پخوانۍ ده او په کال ۲۰۲۱ کې د بنیامین نتانیاهو له رسمي ایکس اکونټ څخه هغه مهال پوسټ شوې کله چې نوموړی (Knesset) ته تللی وو.

تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له لوري د بنیامین نتانیاهو په اړه د یادې ادعا ځیني پوسټونه مشاهده کړئ:

د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره لیکلي: «بنیامین نتانیاهو د پټېدو ځای ته په منډه دی...».





په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دغه وایرل شوې ویډیو اوسنۍ نده، بلکې دا ویډیو درې کاله پخوا د ۲۰۲۱ کال دېسمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه خپله د نتانیاهو له رسمي (ایکس) اکونټ څخه هغه مهال خپره شوې، کله چې نوموړی (Knesset) ته د رایې ورکولو لپاره تللی وو.

د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی د ایران او د اسراییلو د وروستۍ شخړې او بریدونو په اړه کلیدې توري وپلټل، تر څو په دې اړه وروستي جزیات پیدا کړو. بیا موږ د وایرل شوې ویډیو یو منظم سکرین شاټ (تمبنل) په ګول ایمیج کې سرچ کړ. ورپسې موږ خپله د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له رسمي اکونټ څخه هم لېدنه وکړه. په پایله کې موږ وموندله، چې وایرل شوې ویډیو درې کاله پخوانۍ ده.

تاسې کولی شئ د بنیامین نتانیاهو له رسمي (ایکس) اکونټ څخه د هغې ویډیو پوسټ وګورئ، چې اوس دغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو (ایکس) ګڼ شمېر کاروونکو له لوري دې ادعا سره خپره شوې، ګواکې نوموړی پر اسراییلو د ایران د ورستیو بریدونو له ډاره پټ ځای ته منډې وهي:

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دغه ویډیو په ۲۰۲۱کال دېسمبر میاشت کې په ۱۴مه نېټه پوسټ کړې او هغه له دې ویډو سره لیکلي: «زه تل ویاړم چې ستاسو لپاره منډې وهم...»، چې دلته د دې جملې مانا دا ده، چې د خپل ولس لپاره هلې – ځلې کوي.
د پوسټ ارشیف لینک

پایله:

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د منډې وهلو وروستۍ وایرل شوې ویډیو اوسنۍ نده، بلکې دا ویډیو درې کاله پخوا د ۲۰۲۱ کال دېسمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه خپله د نتانیاهو له رسمي (ایکس) اکونټ څخه هغه مهال خپره شوې، کله چې نوموړی (Knesset) ته د رایې ورکولو لپاره تللی وو.


Claim Review :   ویډیو: بنیامین نتانیاهو د بریدونو له ډاره پټ ځای ته په منډه دی.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  MISLEADING