
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د یو انځور په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې د پاکستان کراچۍ پر پولیسو مرکز موټر بم چاودنه شوې ده.
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي چې د پاکستان په کراچۍ کې پر پولیسو مرکز موټر بم چاودنه وشوه.

خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې د فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی. همدارنګه، په دې وروستیو کې په کراچۍ د پولیسو مرکزي دفتر په نښه کولو په باره د داسې کومې چاودنې راپور نه دی ورکړل شوی.
حقیقت معاینه
موږ لومړی د رسنیو مستند راپورونه وغوښتل ترڅو معلومه کړو چې ایا په کراچۍ کې د پولیسو په مرکزي دفتر باندې د داسې کوم برید راپور ورکړل شوی دی که نه، مګر د دې ادعاوو د تایید لپاره د رسنیو کوم مستند راپورونه شتون نلري او خپور شوی انځور اصل کې په مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) جوړ شوی دی.
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو خپور شوي انځور په دقت سره وکتلو. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې شریک شوی شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی او شوې ادعا دروغ ده.
د دې تر څنګ موږ چې کله له ادعا سره خپور شوی انځور په دقت سره وکتلو، نو ومولېدل، چې په انځور د (Gemini) لوګو یا نښه شته دی، چې دا په دې مانا چې دغه انځور په مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړې توګه د (Gemini) په واسطه جوړ شوی دی.
تاسې کولی شئ په لاندې انځور کې د جمنای لوګو وګورئ.

پایله
له همدې امله دا روښانه ده چې د فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Gemini) په وسیله جوړ شوی دی. همدارنګه، په دې وروستیو کې د پولیسو مرکزي دفتر په نښه کولو لپاره د داسې کومې چاودنې راپور نه دی ورکړل شوی.

