د هند په ډیلي کې د ۲۰۲۵ کال د چاودنې انځور په اسلام اباد کې د چاودنې له ادعا سره خپور شوی دی.

False International

د روان ۲۰۲۶ کال مارچ میاشتې منځ کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا د اسلام اباد په حیدر پوځي مرکز د درنې چاودنې صحنه ده. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او خپور شوی انځور اصلاً د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې هغې چاودنې دی، چې په ډیلي Red Fort Metro Station سیمه کې شوې وه او اته کسان پکې وژل شوي وه. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د اسلام اباد حیدر پوځي مرکز کې درنه چاودنه شوې.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. خپور شوی انځور اصلاً د اسلام اباد په کومې سیمې پورې تړاو نلري، بلکې دا انځور د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې هغې چاودنې دی، چې په ډیلي Red Fort Metro Station سیمه کې شوې وه او اته کسان پکې وژل شوي وه. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.

د 2025 نومبر میاشت کې د WION خبري چینل په خپل ویبسایټ کې همدا انځور له یو راپور سره خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي دي: د سره کلا چاودنه: نیول شوي ډاکټران چې د “سپین کالر ترهګرې ډلې” سره تړاو لري، په جنوري کې یې د دې تاریخي ودانۍ څارنه کړې وه.

ارشیف

د The Economic Times ویبسایټ هم د یو راپور سره دا انځور خپور کړی او ورسره یې ورته جزیات لیکلي، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.

ارشیف

همدا راز په یو بل راپور کې هم دې انځور ته د عنوان په توګه لیکل شوي دي: د ډیلي چاودنه: لږ تر لږه اته کسان هغه مهال ووژل شول چې یو موټر د Red Fort Metro Station ته نږدې وچاودېد؛ Delhi او Mumbai په لوړ امنیتي خبرداري کې دي.

ارشیف 

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپور شوی انځور اصلاً د اسلام اباد په کومې سیمې پورې تړاو نلري، بلکې دا انځور د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې هغې چاودنې دی، چې په ډیلي Red Fort Metro Station سیمه کې شوې وه او اته کسان پکې وژل شوي وه. 

Avatar

د هند په ډیلي کې د ۲۰۲۵ کال د چاودنې انځور په اسلام اباد کې د چاودنې له ادعا سره خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *