آیا دا انځور د عالم ګل حقاني ورور پورې تړاو لري؟

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د پاسپورټ د ریاست پخوانی رییس عالم ګل حقاني ورور وېډیو را وتلې چې په هغه کې نوموړي له یوې نجلۍ سره اخلاقي فساد تر سره کوي. که څه هم د عالم ګل حقاني ورور د طالبانو […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې اشرف غني کابل ته نه دی تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګواکې نوموړی کابل ته تللی دی. ادعا د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۲۲ ادعا کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته رسېدلی دی.  […]

Continue Reading

مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې

مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانۍ خبریالې مینه منګل د جسد انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې مدني فعاله او په تېر حکومت کې د پکتیا ولایت د ځوانانو د پارلمان غړې ناهیده حکیمي منګل په یوه برید کې وژل شوې ده. […]

Continue Reading

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د کابینې رییس الوزرا نه دی ټاکل شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او رسنۍ خبر خپور کړی چې ګواکې ملا عبدالغني برادر د ملا حسن آخوند پر ځای د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ټاکل شوی دی. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا رد کړې او ویلي چې د طالبانو په کابینه کې کوم بدلون نه دی راغلی. ادعا […]

Continue Reading

په امریکا کې د ځنګل د اورلګیدنې تصویر په پاکستان کې د ځانمرګی برید په توګه خپور شوی دی

د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)  او پاکستان حکومت تر منځ یو شمېر نښتې شوي دي. د دغو نښتو په لړ کې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې هم را منځ ته شوي دي. په دې وروستیو کې په فېسبوک کې ادعا شوې چې د ټي ټي پي له خوا د پاکستان په لاهور کې […]

Continue Reading

د پخوانی پارلمان غړی سید احمد سېلاب ژوندی دی؛ خو نوموړی د فېسبوک کاروونکو له خوا مړ بلل شوی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه وېجاړ شوي موټر تصویر په خپرولو سره ادعا کړې چې د تېر حکومت د پارلمان غړی او د «سېلاب» خیریه بنسټ مشر په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې د ویجاړ شوي موټر دا انځور د نوموړي پورې […]

Continue Reading

په متحده عربي اماراتو کې د اشرف غني او فضل هادي مسلم یار د لیدلو ادعا؛ خو زمونږ موندنې ښيي چې تصویر پخوانی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني حکومت د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې دوی په عربي متحده اماراتو کې له یو بل سره لیدلي.  خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او ښاغلی […]

Continue Reading

فېسبوک کاروونکي: «حامد کرزی له بمي برید وروسته د ټپونو له امله پاکستان ته لېږدول شوی» خو نوموړی کابل کې روغ رمټ ګرځي

په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی بهر ته د سفر د بندیز خبرونه خپاره شوي دي. حامد کرزی په یوه مرکه کې ویلي چې دی او ډاکټر عبدالله اجازه نه لري چې له هېواد نه بهر سفر وکړي. په دې لړ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې راشد خان د کومې ټرافیکي پېښې له امله نه دی ټپي شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه موټر انځور په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې د افغانستان د کرېکټ تکړه لوبغاړی راشد خان په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی. خو زمونږ پلټنې ښيي چې د موټر دا انځور د راشد خان پورې تړاو نه لري او نوموړی د کوم ټرافیکي ټکر […]

Continue Reading

د اوکرایین کړکېچ: اشرف غني او امرالله صالح د جګړې لومړۍ کرښې ته نه دي تللي، عکسونه یې جعلي دي

روسیې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکرایین باندې د پوځي اقدام اعلان وکړ. په روانه جګړه کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د روانې جګړې په منځ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ډېر عکسونه شریک شوي چې ادعا کوي ګواکې هغه هم په جګړه کې برخه اخیستې […]

Continue Reading

اشرف غني په دې وروستیو کې تاجکستان ته نه دی تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له افغان ځانګړو ځواکونو سره یو ځای تاجکستان ته رسیدلي دي او له هغه ځای څخه به کابل ته ولاړ شي. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او ښاغلی غني په دې […]

Continue Reading

د اوکراین ولسمشر له خپل هېواده نه دی تښتېدلی

د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې په لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه په فېسبوک کې خپاره شوي دي. په دې وروستیو کې په فېسبوک کې ادعا شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جګړې په لړ کې له خپل هیواد نه تښتیدلی دی.   د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۴مې نیټې […]

Continue Reading

د لبنان د چاودنې وېډیو د اوکراین د وېجاړۍ په توګه خپره شوې

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو په لبنان کې د یوې چاودنې پخوانۍ وېډیو خپره کړې چې ادعا کوي ګواکې اوکراین د روسیې بریدونو له امله ویجاړ شوی دی. د روسیې او اوکراین د روانې جګړې په لړ کې یو شمېر پخواني عکسونه او وېډیو ګانې له ناسمو ادعا ګانو سره خپاره شوي […]

Continue Reading

د جنګي الوتکو د رسم ګذشت پخوانۍ وېډیو په اوکراین کې د روسیې الوتکو په توګه خپره شوې ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پر اوکراین باندې د پوځي عملیاتو اعلان وکړ.  په اوکراین کې د روسي ځواکونو له خوا د رامنځته شوې ویجاړۍ عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې په بې ساري ډول شریک شوي دي. د روانې جګړې په لړ کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه […]

Continue Reading

د وېډیو ګېم یو کلیپ د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې په توګه خپور شوی دی

د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې په لړ کې یو شمېر ناسم مالومات او ادعاګانې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي.  په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو د وېډیو ګېم یو کلېپ د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې د ژوندۍ وېډیو په توګه […]

Continue Reading